دیني، سیرت او تاریخ

د لومړي خليفه حضرت ابوبکر صديق رضي الله عنه کارنامې

م. احسان الله بلال

صحابه رضي الله تعالی عنهم د ځمکې پر مخ له پيغمبرانو عليهم السلام وروسته تر ټولو غوره مخلوق دي، ټول صحابه رضي الله تعالی عنهم د حق معيار دي، الله تعالی د خپل وروستي او تر ټولو غوره پيغمبر حضرت محمد صلی الله عليه وسلم د ملګرتيا لپاره انتخاب کړي وو او ټول عادلان دي، هر صحابي په خپل ژوند کې د اسلام د خپرېدو لپاره سترې قربانۍ ورکړي او په دې برخه کې سترې کارنامې او شاهکارونه لري.

صحابه وو رضي الله تعالی عنهم کې تر ټولو غوره صحابي حضرت ابو بکر صديق رضي الله تعالی عنه دی، په سړيو کې يې تر ټولو وړاندې ايمان راوړی، د حضرت محمد صلی الله عليه وسلم د هرې خبرې پخلی به يې کاوه، چې له امله يې د صديق لقب وګاټه، د رسول الله صلی الله عليه وسلم د هجرت د ستونزمن او له خطرونو ډک سفر ملګری دی او د رسول الله صلی الله عليه وسلم ژوند کې يې دده مبارک په لارښوونه د ۱۷لمنځونو امامت کړی دی.

که څه هم ابوبکر صديق رضي الله عنه په خپل ژوند کې ډېرې کارنامې ترسره کړي دي؛ خو موږ يې د رسول الله صلی الله عليه وسلم تر وفات کېدو وروسته د خلافت په دوه کلنه دوره کې ځينې کارنامې ستاسو مخې ته ږدو:
لومړۍ: د رسول الله صلی الله عليه وسلم له وفات وروسته په ډېره ميړانه مسلمانانو ته تسلي ورکول او په ډېره ښه طريقه هغوی خپلو راتلونکو مسؤليتونو ته متوجه کول.

دوهمه: په ډېر عزت سره د رسول الله صلی الله عليه وسلم تکفين، تجهيز او خاورو ته سپارل.

درېيمه: د رسول الله صلی الله عليه وسلم ژوند کې د هغه په لارښوونه د حضرت اسامه بن زيد رضي الله تعالی عنهما په مشرۍ تيار شوی لښکر د روميانو د مقابلې لپاره ليږل.

څلورمه: په ډېره ميړانه او قاطع دريځ د مرتدانو د فتنې له منځه وړل.

پنځمه: د نبوت د رواغجنو مدعيانو فتنه دفع کول.

دا دواړه فتنې د يو کال په اوږدو کې په خورا مهارت سره منځه يووړې، داسې چې ځينې مرتدان يې د هڅو له بركته بېرته د بشپړ اسلام منلو ته راوګرځېدل او ځينو نور يې د خپلو ناوړه اعمالو په سزا ورسول.

شپږمه: د شام او عراق د ځينو ښارونو فتحه کول.

اوومه: له وفات کيدو وړاندې د خلافت لپاره د حضرت عمر رضي الله تعالی انتخاب، چې د خپل خلافت په شاوخوا لس کلنه دوره کې يې اسلام د نړۍ ډېرو برخو ته ورساوه او داسلامي خلافت بنسټونه يې ورغول.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx