نظــر

ټولنیز عدالت ولې نه مراعتېږي؟

ډاکټر عطاالله زيارمل

تېره ورځ يوه سپین ږيري ویناوال په لویه غونډه کې خپل کالي د احتجاج په ډول وغورځول او په لومړي ځل یې په دې ډول خپل اعتراضیه غږ د چارواکو تر غوږو ورساوه، چې د وطن په ځینو برخو کې له خلکو سره دوه ګونی چلند کېږي او ځینې خلک په زوره له خپلو مېنو څخه شړل کېږي. هغه دومره احساساتي و چې په خپلو خبرو کې یې له داسې موضوعاتو سره هم تماس ونیوه چې ډېرو خبرو یې یو له بل سره تړاو نه درلوده. طبيعي ده چې که څوک په داسې یوه سنتي ټولنه کې د لومړي ځل لپاره په نوي انداز خپل اعتراض کوي نو حتمي ده چې خبرې به یې تسلسل و نه لري.

زه د هغه په ټولو خبرو تبصره نه کوم خو دا یوه موضوع ډېره د اندېښنې وړ ده چې رښتیا هم په افغانستان کې ټولنیز عدالت نه مراعتېږي او نه هم حکومت دې حساسې موضوع ته تر اوسه پاملرنه کړې ده. ټولنیز عدالت یوازې د ځينو خلکو د حقوقو د خوندي کولو مانا لري خو که د بل قوم یو کس همدا د ټولنیز عدالت غږ پورته کړي بیا د ډېرو کسانو له لوري ښکنځل کېږي. دا ډول اعتراض زموږ د وطن د ټولنیزو بې عدالتیو یو تریخ انځور ښيي او باید چې د دې سپين ږيري خبرې بابیزه و نه ګڼل شي او نه هم ورباندې څوک وخاندي ځکه چې متل دی: ځمکه هغه سوځي چې اور ورباندې بلېږي..

ځينو ليکلي چې ولې یې پخوا دا غږ نه پورته کاوه او ځينو بل ډول تبصرې کړې دي.‌ خو که همدې موضوع ته لږ له بلې زاویې وکتل شي نو بیا بله مانا لري. د بې عدالتیو پر وړاندې که هر وخت غږ پورته شي باید حکومت هغو خلکو ته غوږ ونیسي او که په لوی لاس همدا ډول د اعتراض غږونه چوپ کړای شي نو په ټولنه کې عقدې نورې هم ژورېږي او ريښې کوي. دا بیا لکه د سرې اور، پټ تيتېږي او بیا د دې تیت شوي اور مړه کول هم دومره اسانه خبره نه ده. زیات وخت نظامونه د همداسې پټ بل شوي اور له امله سوځي او له منځه ځي.

د بې عدالتيو په اړه به یو کوچنی مثال در کړم چې پرون مې هسې د ښوونې او روزنې ویبپاڼه را خلاصه کړه چې هلته د (ساینس او ښوونیزې ټکنالوژۍ د مرکز لوی ریاست) په ویبپاڼه مې سترګې ولګېدې. کله مې چې د پښتو برخه کلیک کړه نو په هره برخه کې یې همدا لیکل شوي چې (ډېر ژر …). بل اړخ ته د دري په برخه کې بیا د شاګردانو لپاره ټولې ساينسي تجربې په ښه او مسلکي ډول له حمد او ثنا وروسته وړاندې شوې دي. ډېر یې حیران کړم چې دا ډول حمد او ثنا څه مانا لري؟ په حقیقت کې د دې ټولو ویډیوګانو جوړولو باندې دولتي بودیجه مصرف شوې ده خو ګټه یې یوازې د یوې ژبې کسانو ته رسېږي. ټولنیزه بې عدالتي توره وي او که سپینه؟ ولې دا ځینې خلک دومره سپین سترګي شوي چې هر څه په بډه وهي او دا نور خاموش اکثریت ور ته په رډو رډو ګوري. تاسې فکر وکړئ چې په دې سختو شرایطو کې به د وطن د هغو شاګردانو وضعیت څنګه وي،‌ څوک چې یوازې په پښتو ژبه باندې خبرې کوي؟ ولې چارواکي په هر څه باندې سترګې پټوي؟ ولې موږ خپل ځان نه جوړوو؟ د حمد او ثنا ویل باید همدا موږ ته وښيي چې د نورو حق و نه خورو او په راکړل شویو مسؤلیتونو کې عدالت وکړو. دا مې د مشت نمونه خروار په ډول دلته یو مثال در کړ. حکومت د دغسې بې عدالتیو مخه په ډېره اسانۍ سره نیولی شي که اراده یې ولري. حکومتي چارواکي له دې ناخبره دي چې د همدې بې عدالتیو د مخنيوي لپاره یې سوګندونه کړي دي. دوی باید خلکو ته ډاډ ورکړي چې حکومت د ټولو دی او د ټولو لپاره د اسانتیاوو د برابرولو مسؤلیت لري.

په پای کې به دومره زیاته کړم، چې متاسفانه په دا شلو کلونو کې هم تر اوسه د ځينو پر ګومان ډيموکراسي بېخي بله مانا لري، چې د همدې معترض سپين ږيري په وینا کې یې څرک پیدا کولی شو، خو د دومره رسنیو او مدني فعالانو په شتون کې بیا هم ولې تر اوسه ډیموکراسي سمه تعریف نه شوه او نه هم د ټولنیزو بې عدالتیو څخه په زغرده پرده پورته شوه.

د ساینس او ښوونیزې ټکنالوژۍ د مرکز لوی ریاست ویبپاڼه دا ده:

www.gdsc.gov.af

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx