
د مولانا روم رحمه الله پلار او د هغه وخت بادشاه
مولوي محمدرضاء رحماني
د مولانا روم رحمه الله پلار د خپلې زمانې لوی ولي الله وو، د وخت بادشاه به هم ورته راتلو ، یوه ورځ بادشاه ته د مجلس حال ډېر عجیبه په نظر راغی ، هغه داسې چې لومړۍ وزیر هم هلته موجود دی ، دوهم دریم وزیران هم موجود دي ، لوی لوی حکومتي چارواکي ناست دي ، بل طرف چې ګوري نو لوی لوی تجاران هم موجود دي.
دریم طرف ته لوی لوی علماء او صلحاء هم دلته دناست دي ، بادشاه فکر مند شو چې آیا داخلک خو زما دربار ته نه راځي ، ده ته په داسې ناز ونیاز سره ناست دي چې د هر یو له مخ څخه محبت او عظمت څاڅي، او دده ولایت پر ټولو احاطه کړي ده.
تر لګ ځنډ وروسته د بادشاه په سینه کې د حیرانتیا پر ځای غیرت پیدا شو چې بادشاه زه یم خو دربار دده ګرم دی ، بادشاه یو تدبیر جوړ کړ چې داسړی د مال دولت په دام کې راښکېل نه کړم بله چاره نشته.
نو دغه د الله ولي ته یې د خزانې کېلیانې ورولېږلې ، او ورته ویې ویل چې زما سره خو نورڅه پاته نشول هرڅه ستا سره شول ، نو د خزانې کېلیانې هم درواخله.
د رومي پلار رحم الله علیهما د خزانې کېلیانې بېرته ورولېږلې ، او دایې هم ورته وویل چې نن خو چهارشنبه ده تر صباء پورې وخت راکړه ، بله ورځ جمعه ده د جمعې تر لمانځه وروسته به زه ستاسو له ښاره کډه وکړم ، دا هرڅه دې تاته مبارک وي.
دا خبره په خلکو کې خپره شوه چې حضرت خو له دې ښاره روانیږي ، نو پرلپسې د وزیرانو استعفاءغوښتنليکونه شروع شول ، د یو وزیر د بل وزیر استعفاوې راغلې چې کچېر ته حضرت له دې ښاره ځي نو مونږ هم روان یو.
ددې ښار چې کوم لوی لوی تجاران او عزتمند خلک وو هم د تللو چمتوالی اوښود ، بادشاه چې دا حالت ولیده نو ویې ویل چې که داخلک ټول ولاړ شي نو ددې ښار ساه ، روح به ووځي ، او ددې ښار ښکلا به ختمه شي .
نو له دې وجې بادشاه پخپله راغی حاضر شو ، د مولانا رومي د پلار رح څخه یې معافي اوغوښتله ، ول زما څخه بې أدبي وشوه ، زه معافي غواړم ، تاسو له دې ځایه بل ځای ته مه ځۍ.
داځکه چې د مولانا رومي پلار رح د نبي کریم صلی الله علیه وسلم په محبت کې دا هرڅه نذرانه کړي قربان کړي وو ، له دې وجې الله تعالی دهر چا په زړه کې بیا دده محبت پیدا کړي وو ، او الله تعالی لوی ولایت او مقام ورکړی وو.
من کان لله کان الله له