روغتیا

شمالي کوريا د کرونا لومړۍ «مشکوکه» پېښه اعلان کړه، مسئوولين د سختې سزا انتظار باسي

نن ټکی اسيا (يکشنبه، ۵ زمری، ۱۳۹۹ل): د شمالي کوريا دولتي رسنيو نن د يکشنبې په ورځ راپور ورکړی چې د دغه هېواد ولسمشر کيم جون اونګ د کرونا ويروس لومړۍ شکمنې پېښې په اړه بيړنۍ ناسته ترسره کړې ده.

رسنۍ زياتوي، دغه کس شمالي کوريا ته په غير قانوني ډول د کايسونګ ښار له لارې د جولايي په ۱۹مه نېټه له سويلي کوريا څخه داخل شوی دی.

د راپور له مخې په کرونا اخته شوی مشکوک کس له معايناتو وروسته قرنطين شوی او چارواکي د هغو کسانو په لټه کې دي چې د نوموړي سره يې اړيکه نېولې ده.

د کوریا مرکزي خبري اژانس په وینا، کیم جونګ اون د کیسونګ شاوخوا سیمو کې د ګرځبنديز اقدامات ترتیب کړي او په “اړوند سیمه” کې یې بيړنی حالت اعلان کړی.

دې خبري اژانس دا هم ویلي چې د هیواد مرکزي نظامي کمیسیون به د هغه یونټ پلټنه وکړي چې د ناروغ غیرقانوني ننوتلو لپاره مسئوول دی او په وينا يې «سخته سزا به ورکړي».

د يادونې وړ ده، شمالي کوريا يو له هغو هېوادونو څخه دی چې د کرونا وبا له ۷ مياشتو تېريدو وروسته چين سره د پولې لرلو سربېره تر دې دمه هيڅ مثبته پېښه نه لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x