نبوي حدیث

موضوع: صدق او رښتیا ويل

عن أبي محمد الحسن بنِ عليِّ بن أبي طالب رضي الله عنهما ، قَالَ : حَفظْتُ مِنْ رَسُول الله صَلَی اللهُ عَلَيْهِ وَ سَلَمْ : (( دَعْ مَا يَرِيبُكَ إِلَى مَا لاَ يَرِيبُكَ ؛ فإنَّ الصِّدقَ طُمَأنِينَةٌ ، وَالكَذِبَ رِيبَةٌ )) رواه الترمذي ، وَقالَ : (( حديث صحيح )) .

ژباړه: حضرت حسن ابن علي ابن ابي طالب رضي الله عنه فرمايي چې ما رسول الله صلی الله علیه وسلم زده کړل چې فرمايي: هغه څه پریږده چې تا په شک کې اچوي او هغه څه غوره کړه چې تا له شکه باسي، په ټينګار سره چې رښتيا ويل ډاډ دی او درواغ ويل شک دی.

تشريح: په پورته نبوي مبارک حديث کې دا حقيقت په ډاګه شوی چې درواغ هغه فاسده ټولنيزه پديده او سپک انساني خوي دی چې د ټولنې د افرادو تر منځ شک او بې باوري رامنځته کوي.

ځکه يو څوک چې درواغ وايي، خلک يې آن په رښتيا خبره هم باور نکوي. خلک د هغه د ملګرو او دوستانو ته هم د دې سربېره چې کيدای شي هغوي ټول يا ګڼ يې سم دم ريښتوني خلک وي، د درواغژنو په سترګه ګوري او په دې ډول د ټولنې د يوې لويي ډلې په اړه بدګوماني رامنځته کیږي چې دا څه د ټولنې د جوړښت پيوندونه کمزوري کوي او انساني ورورولي او مواخات له منځه وړي.
په داسې حال کې چې رښتيا ويل د خلکو تر منځ د خپل منځي باور او ډاډ د رامنځته کيدلو تر ټولو ستر عامل دی. همدغه خپل منځي ډاډ او باور دی چې د مؤمنانو تر منځ د ورورۍ او مواخات پيوندونه نور غښتلي کوي او په دې ډول د يوې پياوړي، سوچه او د بشري ښيګڼو له پلوه د بسيا ټولنې په رامنځ ته کولو کې مرسته کوي.

که موږ غواړو چې خپله ټولنه د بشري محاسنو او ښيګڼو له پلوه يوه وړ ، بسيا او خدای ته نژدې ټولنه کړو، نو بويه چې په خپل ژوند کې له ريښتيا پرته بل هيڅ هم ونه وايو. راځئ چې د ريښتيا ويلو دغه کمپاين همدا نن او سر له همدا اوسه له ځانه پيل کړو، خلک چې موږ په ريښتيا ويلو وويني او زموږ په ژوند کې د همدغې ريښتونولۍ له امله رامنځته شوي مثبت بدلونونه وويني، نو هغوي به هم ريښتيا ويل پيل کړي او په دې ډول به موږ هر يوه د يوې صالحې ټولنې د بنسټ ډبره ايښي وي.

لوی خدای جل جلاله دې موږ ته د ريښتيا ويلو توفيق او د همدغې ريښتونولۍ له امله تلپاتې ډاډ را په برخه کړي. اللهم آمين

ليكوال: عنايت الله كاكړ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx