
د الله تعالی د نعمتونو شکر اوباسئ
مولوي محمدرضاء رحماني
یوه ورڅ هارون رشید له سلیمان بن حرب رحمه الله سره ناست وو ، هارون رشید تږی شو خپل خادم ته یې وویل چې لګ یخې اوبه راوړه! خادم د یخو اوبو ګلاس راوړ او بادشاه ته یې ورکړ.
هارون چې د اوبو ګلاس په لاس کې ونیوه نو سلیمان بن حرب رح ورته وویل چې لګ صبر وکړه ، هغه صبر وکړ ، سلیمان بن حرب رح وویل چې ته اوس ماته ووایه که چېرته ته داسې تږی شې لکه دا اوس چې تږی یې او د دنیا پر مخ ددې اوبو څخه چې ستا په لاس کې دي نورې اوبه نه وي آیا دا ګلاس اوبه به په څومره قېمت واخلې؟
هارون رشید وویل چې خپله نیمه بادشاهي به ورکړم ، سلیمان بن حرب رح بیا وویل سمه ده ، که دا اوبه ستا خېټې ته ولاړې او ستا تش اودس نه ماتېده ، او دلته فقط یو حکیم یا ډاکټر وي چې هغه دې علاج وکولی شي ، ددې علاج به څومره پیسې ورکړې؟
هارون رشید له لګ فکر وروسته وویل چې دا پاتې نیمه بادشاهي به ورکړم ، نو سلیمان بن حرب رح ورته وویل چې بادشاه صاحبه ستا ټوله بادشاهي د اوبو د یوه ګلاس د څکلو او متیازو کولو برابره ده.
که مونږ د الله تعالی پر نعمتونو لګ فکر وکړو یقینا مونږ به دې نتیجې ته ورسیږو چې الله تبارک وتعالی پر مونږ بې حده زیات نعمتونه کړي چې کما حقه شکر یې نه شو ادا کولای.
په مادي اعتبار سره چې نن څومره نعمتونه دي تر دې وړاندې نه وو، نن چې یو عام وګړی راواخلو ، تر پخوانیو بادشاهانو په ډېرۍ حالاتو کې ښه ژوند تېروي ، پخوا به د بادشاهانو په کورونو شاهي محلونو کې د تېلو ډېوې بلېدې ، مګر نن د یو غریب په کور کې هم د بجلئ ګروپ بلیږي ، داسې رڼا بادشاهانو ته هم نه بلېده.
د بادشاهانو خادمانو به په لاسونو ببوزي وهل ، خو نن یو غریب سړي ته هم پنکه کرځي راګرځي ، نن چې دا یخې اوبه مونږ ته رسیږي پخوا بادشاهانو ته دا نه رسېدې ، پخوا بادشاهانو به سفرونه په اوښانو آسونو کول نن ۹۰ سلنه خلک په موټرو کې ګرځي علی هذا القیاس داسې نور او نور…….
په مادي اعتبار چې نن صبا څومره د نعمتونو باران دی پخوا دومره نه وو ، مګر بدبختانه نن صبا چې څومره ناشکري ده پخوا دومره نه وه ، د هرچا په ژبه ناشکري ده .
له هر چا چې اوپښتې وایي چې! ولا کاروبار ښه نه دی ، کور کې مشکلات دي ، صحت مې ډېر خراب شوی، د ګوتو په شمېر خلک به د الله تعالی شکر ادا کوي ، ولې آخر څه وجه ده؟
الله تبارک وتعالی فرمایي: د ایت شریف ترجمه داده چې که زما د نعمتونو شکر مو آدا کړ نور یې هم در زیاتوم ، او که ناشکري مو کړه زما عذاب ډېر سخت دی.
د ناشکرۍ په حالت کې الله تعالی د انسان څخه هغه نعمتونه أخلي چې د هغې ناشکري یې کړي وي.
یا الله جل جلاله ستا پر نعمتونو اعتراف کوو ، د نعمتونو د زوال څخه مو وساته ، او له ناشکرۍ څخه مو هم وساته. اللهم آمین