افغانستان

څېړنه: د افغانستان لوړو زده کړو سیستم کې پرمختګ غیر متوازن دی او د «پښتنو» نشتون پکې حس کېږي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۵ زمري، ۱۳۹۹ل): د «ډيپلوماټ» په نوم یوې نړیوالې انګلیسي مجلې هغه څېړنه خپره کړې، چې ښيي، په افغانستان کې د لوړو زده کړو پراختیا غیرمتوازنه ده او د ځینو توکمونو په ځانګړي ډول «پښتنو» نشتون پکې ژور حس کېږي.

څېړنه کې راغلي، چې د افغانستان څلوېښت کلنو جګړو که څه هم د لوړو زده کړو سیسټمونه تر ډېره برید تخریب کړي او زیان یې ورته اړولی؛ مګر په دې وروستیو کې لوړو زده کړو ته د افغان ځوانانو لیوالتیا ډېره شوې او ورته د لاسرسي په موخه د کانکور د ګډونوالو شمېر ورځ تر بلې ډېرېږي.

مطلب کې وړاندې راغلي، سره له دې چې د افغانستان د لوړو زده کړو سیسټم په دې وروستیو کې څه ناڅه پرمختګ کړی او رغېدلی دی؛ خو دا پرمختګ   د افغانستان د جغرافیې په ټولو ساحو کې په مساوي ډول نه دی رامنځته شوی او د هیواد د ځینو برخو او د ځینو توکمونو ګډون پکې پیکه دی.

مجلې د افغانستان له بېلابېلو ولایتونو څخه د کانکور په ازموینه کې د ګډون کوونکو شمېر سره پرتله کړی او په اساس یې ویلي، چې کانکور د افغانستان له شمالي ولایتونو څخه  پراخ ګډون کوونکي لري؛ خو په جنوبي ولایتونو کې، چې عموما پښتانه پکې مېشت دا ګډون ډېر کمرنګه دی.

مطلب کې راغلي، چې په ۲۰۱۸ میلادي کال کې د افغانستان شمالي ولایت «بدخشان» له ۱.۰۳ میلیونه نفوس څخه ۸۶۱۶ تنو یې د کانکور په ازموینه کې ګډون کړی وو؛ خو د هلمند له ۱.۴۲ میلیونه نفوس څخه یوازې ۱۸۶۸ تنه د کانکور په ازموینه کې ناست وو.

همدارنګه د کندهار له ۱.۳۶ میلیونه نفوس څخه ۳۴۷۹ تنه لوړو زده کړو ته د لاسرسي په موخه د کانکور ازموینه ورکړې؛ خو د تخار له ۱.۰۷۳ میلیونه کسانو څخه بیا ۷۷۷۳ تنو په ازموینه کې ګډون کړی وو.

د مطلب په بنسټ، په ۲۰۱۸ میلادي کال کې د لوړو زده کړو وزارت وروسته پاتو ولایتونو ته د مساوي سهم ورکولو او اوسېدونکو ته یې د فرصتونو د برابرولو په موخه د هیواد په ۱۴ مهمو پوهنتونونو کې ۲۵ سلنه چوکۍ ځانګړې کړې، خو وروسته دا پلان د ځینو له لوري وغندل شو او د زده کړو د قطبي او یو اړخیزه کېدو پلان وبلل شو.

د مجلې له لارې په خپاره شوي مطلب کې وړاندې راغلي، چې پښتانه کوم چې همېشه په حکومت کې د ستر سهم په اخستلو هم  تورن شوي زیاتره د افغانستان په جنوبي ولایتونو کې متمرکز دي او له یادو ولایتونو څخه په کانکور کې د ګډونوالو کچه بیخي ټيټه ده.

په ورته وخت کې د  د ازموینو ملي ادارې «NEXA» بیا دا څرګندونې رد کړې او ادعا یې کړې، چې لوړو زده کړو سیسټم ته په جغرافیوي او قومي لحاظ پراختیا نه ده ورکړل شوې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سنګین

موږ باید د انګریزانو په شیطانت ځان پوهه کړو، دا غیر متوازن سیستم همدی انګریزانو او ملګرو یی رامنځته کړئ، اوس پښتانه لمسوي چی ستاسو برخه پکی کمه ده. په دی ډول دوی غواړي چی جګړه ګرمه وساتی. تاسی وګورئ چی افغانان یی په څه رقم د پاکستان سره په تضاد کی اچولي: اول یی ملک رانه لاندی کړ بیا یی په دوه ټوټو تقسیم کړ، چی یوه برخه یی پاکستان ته ورکړه، تر اوسه پوری د دی مصنوعی جوړښت نه حمایت کوي او له بله پلوه یی افغانستان کی د خپلی خوښی حکومتونه لکه د امان الله، نادر خان،… نور لوستل »

طوطی

آیا تاسو طالبان چی پښتانه یی خپلو سیمو کی مو د مکتبونو وضعیت لیدلی؟ څومره معلمان تاسو ووژل او څومره مکتبونه تاسو وسوځول؟ اوس راځی د لوړو زده کړو پر سیستم اعتراض کوی ستاسو یی د زده کړو پر سیستم څه دا خو څه مدرسې ندی؟

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx