افغانستان

طالبانو په تخار او کندوز کې ۳۷ دولتي عسکر له بنده آزاد کړي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۵ زمري، ۱۳۹۹ل): د بندیانو د تبادلې په لړ کې طالبانو داځل په تخار او کندوز ولایتونو کې ۳۷ تنه دولتي عسکر له بنده آزاد کړي دي.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین په خپلې ټویټر پاڼې لیکلي، چې نن د یکشنبې په ورځ(۵ زمري) یې ۲۰ تنه دولتي عسکر په تخار او ۱۷ تنه نور دولتي عسکر او پولیس په کندوز ولایت کې له خپلو زندانونو آزاد او له مرستې ورکولو وروسته خپلو کورنیو ته لیږلي دي:

طالبان په داسې مهال له خپلو زندانونو د دولتي عسکرو آزادولو ته دوام ورکوي، چې له اوږده ځنډ وروسته تیره ورځ ۵۰ تنه طالب بندیان له څرخي پله زندان څخه آزاد شول او تمه ده چې د نن ورځې تر پایه ۷۰ تنه نور طالبان هم له څرخي پله زندان څخه آزاد شي.

د طالبانو او امریکا متحدو ایالتونو ترمنځ د سولې توافقنامې په لړ کې ټاکل شوې، چې د بین الافغاني مذاکراتو له پیل دمخه ۵۰۰۰ طالب او ۱۰۰۰ تنه حکومتي بندیان آزاد او ورپسې بین الافغاني مذاکرات پیل شي، چې تر دا مهاله د یادې پروسې له مخې شاوخوا څلورنیم زره طالب بندیان او ۸۷۹ حکومتي بندیان آزاد شوي او د پاتې بندیانو د خلاصون لپاره هم هڅې روانې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x