افغانستان

هلمند کې د ملي اردو یوه چورلکه نسکوره شوې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۶ زمري، ۱۳۹۹ل): د سیمه ییزو رسنیو د راپورنو له مخې د هلمند ولایت په کجکي ولسوالۍ کې د ملي اردو یوه بلک هاک چورلکه طالبانو ویشتلې او نسکوره کړې ده.

د کجکي ولسوالۍ ځايي خلکو رسنیو ته ویلي، نن سهار اته نیمې بجې طالبانو د ملي اردو یوه بلک هاک چورلکه د هاوان په مرمۍ ویشتلې، چې له امله یې الوتکې اور اخیستې او نسکوره شوې ده.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک هم دغه پېښه تاییدوي؛ خو زیاتوي چې الوتکه طالبانو ویشتلې نه ده، بلکې بیړنۍ ناسته یې کړې ده.

له بل پلوه یوې امنیتي سرچینې شمشاد تلویزیون ته ویلي، چې په کجکي د پوځ بلک هاک چورلکې سقوط کړی او دوه تنه پیلوټان یې په ټپي حالت کې د بلې الوتکې له لوري ژغورل شوي دي.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي هم د یو ټویټ په کولو سره اعلان کړی، چې د هلمند ولایت په کجکي ولسوالۍ کې یې د کابل ادارې یوه چورلکه په داسې ویشتلې او نسکوره کړې، چې سیمې ته د بمبار لپاره ورغلې وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

الحمدلله

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x