افغانستان

ملا برادر اخند: طالبان د قدرت انحصار نه غواړي او د یوه پراخ بنسټه اسلامي نظام د جوړېدو غوښتونکي دي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۶ زمري، ۱۳۹۹ل): په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر رییس او د طالبانو سیاسي مرستیال «ملا عبدالغني برادر اخند» وایي، طالبان د قدرت د انحصار فکر نه لري او  د یوه داسې  اسلامي نظام د جوړېدو غوښتونکي دي، چې ټول لوري پکې ګډون ولري.

ملا برادر اخند داغه څرګندونې له «تسنیم خبري اژانس» سره په تازه مرکه  کې کړې. هغه ویلي، چې طالبان د یوه پراخ بنسټه اسلامي نظام د جوړېدو غوښتونکي دي، د انحصار په فکر کې نه دي او د اسلامي نظام تر جوړېدو وروسته ټول افغانان حق لري په نظام کې برخه ولري.

هغه د خبریال ددې پوښتنې په جواب کې چې په راتلونکي نظام کې به د اشرف غني ونډه څه وي؟ ویلي «کله چې د بین الافغاني مذاکراتو د تفاهم په اساس یو اسلامي نظام جوړ شي، هر افغان حق لري چې هیواد ته د خدمت په موخه ددې نظام برخه وګرځي.»

ملا برادر اخند ددې تر څنګ له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ په «ښه ډول روانه» بللې او په خبره یې په همدې لړ کې امریکايي  ځواکونو پنځه نظامي اډې تخلیه کړې او شمېر یې ۸۶۰۰ ته راکم کړی.

نوموړي زیاته کړې، چې بهرنیو ځواکونو ته د وتلو لپاره د قطر په توافقنامه کې څوارلس میاشتې وخت ټاکل شوی، او که چېرې هغوی له یاد مهالوېش سره سم ونوزي، «اسلامي امارت» به یې په وړاندې د نورو ګامونو په اخستلو غور وکړي.

د طالبانو سیاسي مرستیال هغه ادعاوې رد کړې، چې ګواکي د قطر له توافقنامې ور هاخوا د طالبانو او امریکا تر منځ پټ توافق شتون لري.

د نوموړي له قوله،  طالبان د خپلو پنځه زره بندیانو له خلاصون وروسته بین الافغاني مذاکراتو ته چمتو دي او تیار دي له ټولو افغان جهتونو سره خبرو ته کېني.

ملا برادر اخند د هغه اندېښنو په جواب کې چې که د ټرمپ په ځای کوم بل څوک د امریکا ولسمشر شي، د دوحې تړون به لغوه کړي؛ وویل «د افغانستان جګړه اوږده شوې، له همدې امله د اوباما په وخت کې هغوی د افغانستان د معضلې سوله ییز حل ته قانع شول، او د ټرمپ په وخت کې دا کار د دوحې تر توافقنامې راورسېد، موږ هیله لرو، چې په امریکا کې جوړېدونکی هر دولت شوو متعهداتو ته ژمن واوسي.»

د ملا برادر اخند له لوري پورته څرګندونې داسې مهال دي، چې د طالبانو او دولتي بندیانو د تبادلې د لړۍ دوام بین الافغاني مذاکراتو ته هیلې راټوکولې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

داسی چی ده بیا نو ولی په انتخاباتو شرکت نکوی چی د جنګ لاره مو غوړه کړی؟ تاسو نه خو ټول ملت ښی خاطری لری داسی یو ښار ګوټی په ولاکه پیدا کړی چی هلته مو انتحار پکی نوی کړی نو ځکه په انتخاباتو کی به هم اکثریت تاسی تر لاسه کړی ولو د کابل حکومت هر څومره فساد پیشه او غل وی.

طوطی

داسی ښی خبری وکړی چی د خلکو اعتماد درباندی زیاد شی.

وطن دوست

دا بغاری دا څو کاله وهل کیږی چی موږ اسلامی نظام لپاره جنګ کوه او د دولت وږی نه یو. مګر اوس خلک نور نشی غولیدلای او نه داسی کیدای شی چی تاسی ملت او خلک وژنی، ستاسو د لاسه کونډی او یتیمان په سرکو او واټونو کی ګرزی د یوی ګولی ‌ډوډ‌ی لپاره سوال کوی نو په کوم دین او مذهب یی ته په بدل کی یی اسلامی نظام غواړی؟؟ ته د بل د خوشحالی له پاره ما وژنی ملک ورانوی غواری اسلامی نظام ؟ دا اسلام تاسی ولی د ځان لپاره یو بزنیس ګرزولی؟ د خدای لپاره لیږ… نور لوستل »

pattang

هیواد غله تا په اسلامي دولت کې کوم بد لیدلي دي ! په حقیقت کې تاسو دپرازیت په دود خیټه ډکوۍ د خلقیان په وخت کې روسانو پيسې در کولې د امریکې د اشغال په وخت کې یې امریکایان درکوي نو کار څه کوی، اشغال خو ستاسو روزي رسان دی او ته په ډنمارک کې پروت یې مفته ډوډۍ وهې !!

غمی،پښتین

جوړ تازه.
ملا برادر ته،
هر سړی پوهیږی چه غوا توره پی یی سپینی،
دا جنګ ،د پیسو،قدرت،پښتونستان،کنړ اوبه،ډیورنډ کرښه جنګ دی،دا جنګ د اسلام د کفر جنګ نه دی،
کفر اوس قرار ناست دی ،تماشا کوی ،تاسو یی هم امنیت نیولی دی،
په قطر کی تاسو د کفر د امنیت تضمین وکړ،خو توری مو افغانانوته تیری کړی.
ایا افغان کافر دی چه تاسو یی وژنی؟
الله ج د نیکی هدایت درته وکړی،اوس خلک نه دوکه کیږی پوهیږی،چه په اسلام تجارت راوان دی،

Back to top button
5
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx