نړۍ

د امریکا د ملي امنیت ادارې ته د ۱۹۳ هېوادونو په اړه د جاسوسۍ اجازه ورکړل شوې

نن ټکی آسیا: د امریکا د ولسمشر بارک اوباما ادارې د دغه هېواد د ملي امنیت ادارې ته د دې اجازه ورکړې، چې د افغانستان،پاکستان، هند او د سېمي د ګڼو نورو هېوادونو په شمول د نړۍ د ۱۹۳ هېوادونو په باب استخباراتي کړنې ترسره کړي.
د فرانسې د خبري اژانس له لورې په خپاره شوي خبر کې راغلي، چې د امریکا حکومت د دغه هېواد د ملي ادارې ته د نړۍ په ۱۹۳ هېوادونو کې د جاسوسۍ اجازه ورکړې.
سرچېنه همداراز د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په حواله لیکي، چې یوازې کاناډا،برتانیه،اسټرالیا او نیوزلینډ د امریکا د ملي امنیت له فعالیتونو او جاسوسۍ څخه مستثنی دي.
د امریکا د ملي امنیت ادارې (این-ایس-سې)  څخه باغي شوی پخواني مامور سنوډن په حواله ویل شوي چې دغي ادارې ته په ۲۰۱۰ کال کې د حکومت له خوا باقاعده رسمي اجازه ورکړه شوې، چی خپل فعالیت پراخ کړي، او د یادو څلورو هیوادونو پرته نور ټولي نړۍ کې د لویو ادارو په شمول لکه ملګري ملتونه، ناټو، د اوروپا اتحادیه، نړیوال بانک وغیره کې خپل جاسوسي شبکه فعاله کړي.

د سرچینې په خبره، د امریکا ملي امنیت ته د ځینو مطرحو سیاسي او نظامي ډلو-ټپلو ترڅنګ د مصر د اخوان المسلمین، د هندوستان د بهارتیه جنتا ،د پاکستان د خلکو او یو شمېر نورو ګوندونو په اړه د استخباراتي معلوماتو د را غونډولو حکم هم ورکړل شوی.

باید وویل شي چې سنوډن د امریکا د ملي امنیت ادارې څخه باغي شوی پخوانۍ جاسوس دی، چي له ځانه سره یې د امریکا د جاسوسي شبکې ډیر هیښونکی او پټ معلومات انتقال کړي، او اوس مهال په روسیه کي سیاسي پناه اخیستې.

د سنوډن له خوا خپاره شوي معلوماتو دا څرګنده کړه چې امریکا خپل تر ټولو نیژدې اتحادیان د ناټو غړي هیوادونه، او د اروپا د اتحادیې مهمو هیوادونو باندي هم جاسوسي کوي، او د جرمني د ولس مشري انجیلا میرکل تلیفوني مکالمې هم ثبت کړي. ددې معلوماتو د څرګندېدو وروسته د اوروپايي اتحادیې او جرمني اړیکي د امریکا سره ترینګلي شوې وې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx