افغانستان

تاجکستان افغانستان ته خپله صادراتي برېښنا ۸۸ سلنه کمه کړې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۶ زمري، ۱۳۹۹ل): تاجکستان له نن سهار راهیسې افغانستان ته خپله صادراتي برېښنا نیږدې ۸۸ سلنه کمه کړې، چې له امله یې د پلازمینې کابل په ګډون یو شمېر ولایاتو کې د برېښنا پیرېدنکي متأثره شوي دي.

د افغانستان د برېښنا شرکت څخه په خپره شوې خبرتیا کې راغلي، چې د تاجکستان هېواد د برېښنا مسئولینو په دغه هېواد کې د اوبو د کمښت له کبله افغانستان ته صادرېدونکي برېښنا له ۳۵۰ میګاواټه څخه ۴۰ میګاواټو ته راښکته کړې ده.

له بل پلوه د برېښنا شرکیت ویاند صدیق الله توحیدي اطلاعات روز ورځپاڼې ته په خبرو کې تمه څرګنده کړې چې د نن ورځې تر پایه له ازبکستان څخه د ۴۵۰ میګاواټو په ظرفیت وارداتي برېښنا وصل او د پیرېدونکو ستونزو ته لاسرسی وشي.

نوموړی زیاتوي، د ازبکستان وارداتي برېښنا تر وصل کېدو پورې به یاد شرکت له کورنیو برېښنايي سرچینو څخه په استفادې یوازې د لومړۍ درجې کاروونکو ته برېښنا برابره کړي.

د توحیدي په خبره د تاجکستان هېواد وارداتي برېښنا څخه پلازمینې کابل، ننګرهار، لغمان، لوګر، پکتیا، خوست، پروان، پنجشیر، کاپیسا، بغلان ولایتونو او د کندوز ولایت ځینو برخو ګټه پورته کوله، چې د برېښنا له کمېدو سره یادو ولایتونو ته د برېښنا جریان پرې شوی دی.

که څه هم د کابل، پنجشیر او کاپیسا په ګډون ځینو سیمو کې موسم ګوزاره حال دی؛ خو د ننګرهار، لغمان او خوست ولایتونو په مرکزونو کې بیا د ګرمۍ د شدت درجه لوړه ده او د برېښنا قطع کېدو خلک یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جمیل

د دی شلو کلونو د وارداتی بریښنا په پیسو لږ تر لږه یو غټ د اوبو بند جوړیدای سوای چی ټوله شاوخوا مځکی خړوبی کړی او ټوله هیواد ته بریښنا ورکړی ، خو غلامان د دی کار وړتیا نلری او که یی ولری هم بهرنی باداران یی نه پریږدی چی جوړ یی کړی . تاجکستان بریښنا پر کموی ، ایران یی وګړی په اوبو او اورونو کی وروژنی ، پاکستان یی په توپونو ولی ، هره ورځ سرحدی دروازی رامخته کوی او هر وخت چی وغواړی لاری پر تړی ، خو دا د مفسدو او فاحشو غلامانو غلام او لیونی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x