
یوناما: د بهرنیو ځواکونو او داعش د عملیاتو د کموالي له امله د ملکي تلفاتو کچه ټيته شوې
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۶ زمري، ۱۳۹۹ل): په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوی (یوناما) وايي، چې په افغانستان کې د روان میلادي کال په لومړۍ نیمایي کې ملکي وګړو ته اوښتې مرګ ژوبله د تېر کال د همدې وخت په پرتله دیارلس سلنه راټيته شوې.
دغه ارقام د یوناما له لوري په تازه خپاره شوي هغه راپور کې راغلې، چې نن ورځ د جولای د میاشتې په «۲۷» مه نېټه نشر شوی.
راپور کې د یوناما د موندنو په اساس ویل شوي، چې د روان میلادي کال «۲۰۲۰» په لومړنیو شپږو میاشتو کې ۳۴۵۸ تنه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې چې له منځه یې ۱۲۸۲ وژل شوي او ۲۱۷۶ نور ټپيان شوي.
وړاندې راغلي، چې د ملکي تلفاتو سږنۍ کچه د تېر کال د لومړنیو شپږو میاشتو پرتله دیارلس سلنه راټيته شوې او باور کېږي، چې لامل یې د بهرنیو ځواکونو او داعش د خراسان څانګې له لوري د عملیاتو کمښت دی.
د یوناما له لوري په خپاره شوي دې راپور کې دولتي ځواکونه تورن شوي، چې د تېر په پرتله یې ملکیانو ته ۹ سلنه زیات تلفات اړولي او د ماشومانو د لوړې کچې مرګ ژوبلې لامل دي.
په کابل کې د یوما مشرې «دیبورا لینز» د جګړې پر ښکېلو اړخونو غږ کړی، چې د تاوتریخوالي کچه ټيته کړي، د وسله والو نښتو په مهال د ملکي وګړو د ژوند خوندیتوب ته پاملرنه وکړي او د مذاکراتو مېز ته حاضر شي.
د یوناما له لوري د دولتي ځواکونو له لوري د اوښتو ملکي تلفاتو د کچې د زیاتوالي راپور داسې مهال دی، چې تازه طالبانو د دولتي ځواکونو له لوري ملکي وګړو ته د اوښتونکو «بې دریغه» تلفاتو په اړه د یوناما د بشري حقوقو د څانګې له غړو سره خبرې کړې.