افغانستان

افغانستان بانک له اوږدې چوپتیا وروسته په بانک کې د امنیتي کمرو بندېدل ومنل

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۶ زمري، ۱۳۹۹ل): افغانستان بانک له اوږدې مودې خاموشۍ وروسته هغه راپورونه تایید کړل، چې ښودله یې په تېرو شلو کلونو کې په لومړي ځل د لنډې مودې لپاره د بانک داخلي امنیتي کمرې بندې شوې.

څو ورځې وړاندې یو شمېر رسنیو د خپلو سرچینو په حواله وویل، چې د کابل حکومت له جوړېدو وروسته په لومړي ځل د افغانستان بانک داخلي امنیتي کمرې د لنډ وخت لپاره بندې او برېښنا قطع شوې، چې ښايي دا کار د  بانک د رییس په خوښه شوی وي او له امله يې ملي شتمني ته زیان رسېدلی وي.

د افغانستان بانک له لوري په همدې تړاو خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې د چنګاښ د میاشتې په ۲مه نېټه ۵:۴۰ دقیقې شاوخوا د بانک امنیتي کمرې له فعالیته لوېدلې وې، چې د بانک د خدماتو لوی آمریت یې په اړه په ۷:۱۰ دقیقې د بانک ریاست ته په داسې وخت کې خبر ورکړ، چې د بانک رییس «اجمل احمدي» له اشرف غني سره په یو مجلس کې وو.

د خبرپاڼې په بنسټ، د امنیتي کمرو د بندېدو له امله ملي شتمنۍ ته هیڅ ډول زیان نه دی اوښتي او د بانک د رییس له لوري هغه کسان چې په دې برخه کې یې غفلت کړی وو، تنبیه شوي.

یاده دې وي، چې د اجمل احمدي له ټاکل کېدو سره په بانک کې پراخ تغیرات راغلي او د بانک زیاتره هغه چارواکي چې د ښه فعالیت له امله مشهور وو، له دندو شړل شوي.

د احمدي په اړه ویل کېږي، چې د لبنان اوسېدونکی دی او د اشرف غني له میرمن سره د خپلوۍ د اړیکو درلودلو له امله په دومره لوړو پوسټونو ګمارل کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx