نړۍ

په یمن کې د القاعده شبکې ۶۲ غړي د بندي خاني څخه وتښتېدل

al_qaeda_in_Yemanنن ټکی آسیا: نن سهار شاوخوا ۶۲ تنه چي د القاعده شبکې سره په تړاو نیول شوي وه، او د یمن په جنوبي شرقي سیمه کې د المکلا په سیمه کې په مرکزي بندي خانه کي بندیان وه، د یوه نفق په کیندلو سره وتوانېدل چي د بند څخه وتښتیږي.

د امنیتي چارواکو په قول دغه ټولو بندیانو د القاعده شبکې سره تړاو درلود، او پر ځینو يې د اعدام حکم هم را وتلی وو.

هغو د بندی خاني څخه ۴۵ کیلو متره یو تونل کیندلی وو، او د وتلو په وخت کې د یو پهردار سره نښته هم را منځته شوې وه، چي هغه يې بیا وژلی وو، او دوه پهرداران نور ټپيان شوي دي.

ویل کیږي چي ددې تر مخه هم په کال ۲۰۰۶ کې د یمن په پلازمینه صنعاء کې د القاعده شبکې غړي د استخباراتو د بندی خاني څخه په ورته توګه تښتیدلي وه، چي د هغو څخه په یمن کي د القاعده اوسنۍ مشر ناصر الوحیشي دی.

په یمن کي د ولس مشر چي اوسني مخالفینو د یمن حکومت په دې تورن کړی چي په تښتیدلو کي يې د دغه بندیانو سره کومک کړی، ځکه چي په تیره اونۍ کې ددغه بندي خاني مشر هم بدل شوی وو، کله چي مخکني مشر د حکومت ددغه رنګه اوامرو د منلو څخه انکار وکړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x