
خلیفه منصور رحمه الله ته د یو سړي نصیحت
ژباړه: مولوي محمدرضاء رحماني
ابو جعفر عبدالله المنصور رحمه الله چې د خلافت عباسي دوهم خلیفه وو ، او هم د خلافت عباسي له مؤسسینو څخه شمېرل کیږي.
هغه ورځ چې له خلیفه منصور سره د بیعت لړۍ شروع وه ، یو سړی د بیعت په موخه ورته راغی ، خلیفه ورته وویل چې څه نصیحت راته وکړه !
سړي ورته وویل : څنګه نصیحت ! هغه چې لېدلي مې دي او که هغه چې آورېدلي مې دي؟
خلیفه وویل هغه چې لېدلي دې دي! سړي ورته وویل چې إې أمیرالمؤمنین!
د عمربن عبدالعزیز رحمه الله ۱۱ یوولس ځامن وو ، او میراث یې ۱۸ اتلس دیناره ورته پرېښود ، په ۵ پېځه دیناره یې دده تکفین او تجهیز وکړ او په ۴څلور دیناره یې قبر ورته واخیست ، باقي مال ځامنو سره تقسیم کړ.
او همدارنګه د هشام بن عبدالملك هم ۱۱یوولس ځامن وو ، خو مېراث یې ۱۱ یوولس زره دیناره پرېښود هر ځوی ته یې زر دیناره په مېراث ورسېدل.
إې امیرالمؤمنین! زما دې په الله قسم وي چې ددوی دواړو ځامن مې په یوه ورځ ولېدل ، چې د عمربن عبدالعزیز یو ځوی د الله په لار (جهاد) کې ۱۰۰آسونه صدقه کړل ، او د هشام بن عبدالملك ځوی په بازار کې سوال کاوه.
هغه وخت چې عمر بن عبدالعزیز رحمه الله د مرګ په بستر پروت وو ، چا ورته وویل چې أې عمره! خپلو ځامنو ته دې څه پرېښودل؟
عمر رحمه الله په ځواب کې وویل چې دالله تعالی تقوای مې ورته پرېښوده! که چېرې هغوی صالحان وو نو الله تعالی یې صالحانو ته ورکوي ، او که صالحان نه وو بل څوک وو ، بیا مې نو هیڅ ورته پرېنښودل تر څو په ګناهونو کې ورسره همکار نشم.
د فکر کولو ځای دی:
ډېرۍ خلک کوشش کوي ډېر زیار باسې ، ځان ستړی کوي ، ترڅو د خپلو اولادونو راتلونکی په مادي لحاظ ښه کړي ، ګومان کوي چې زما تر مرګ وروسته که له دوی سره څه سرمایه په لاس کې وي نو ددوی لپاره به امن وآمان او د خوشحالئ ژوند ور وبښي ، او د الله تعالی دا قول نه وریادوي چې فرمایي.
وَلْيَخْشَ الَّذِينَ لَوْ تَرَكُوا مِنْ خَلْفِهِمْ ذُرِّيَّةً ضِعٰفًا خَافُوا عَلَيْهِمْ فَلْيَتَّقُوا اللَّهَ وَلْيَقُولُوا قَوْلًا سَدِيدًا
[سُوۡرَةُ النِّسَاء : 9]
عمربن عبدالعزیز ته د اختر په ورځو کې خپله ماشومه لور راغله ژړل یې ده ورته وویل چې لورې ولې ژاړې؟
لور یې وویل: پلاره د ټولو ماشومانو کالي نوی دي او زما زاړه دي!
عمر رحمه الله د ماشومې له ژړا څخه متأثر شو د بیت المال ساتونکي ته یې وویل چې که ستا خوښه وي زه به د راتلونکی میاشتې معاش اوس راواخلم؟
ساتونکي وویل: ولې څه خبره ده أې امیرالمؤمنین؟ هغه د ماشومې قیصه ورته وکړه.
ساتونکي ورته وویل: سمه ده هیڅ ممانعت نشته خو په یو شرط؟ هغه داچې که ددې خبرې ضمانت را کولای شې چې تر راتلونکي میاشتې به ته ژوندی یې نو وایې خله!
عمر رحمه الله ددې خبرې په آورېدو خبره پرېښوده بېرته کورته ولاړ ، اولادونو ترې وپوښتل پلارجانه څه دې وکړل؟ پلار ورته وویل: صبر کوۍ چې ټول جنت ته ولاړ شو؟ او کنه صبر نکوۍ نو پلار به مو اور ته داخل شي! ټولو وویل نا نا مونږ صبر کوو!
هۍ کاش چې مونږ هم ددې دریو په شان درلودلای!
۱ د ساتونکي په شان د بیت المال محافظین.
۲ دعمر رحمه الله په شان پلرونه.
۳د عمر رحمه الله د بچیانو په شان اولادونه.
یا الله ته مو د صالحینو په زمرة کې حساب کړې!
الله جل جلاله د څلورو شیانو په بدله کې د څلورو وعده کړي ده.
۱ د شکر په بدل کې د زیاتوالي.
۲ د ذکر په بدل کې د رحمت.
۳ د دعاء په بدل کې د قبولیت.
۴ د استغفار په بدل کې د بښنې.
صدق الله العظیم وصدق رسوله النبي الکریم
صلی الله علیه وعلی آله وصحبه اجمعین