ټکنالوژي

د محکمې پريکړې سربېره، د پاکستان مخابراتي ادارې پر «پب جي» ګيم بنديز وغځاوه

نن ټکی اسيا (دوشنبه، ۶ زمری، ۱۳۹۹ل): د پاکستان مخابراتي ادارې (PTA) پر مشهورې انلاين ويديويي لوبې پب جي د بندولو پريکړه وغځوله.

د پي ټي ای لخوا دا پريکړه داسې مهال کيږي چې څو ورځې وړاندې رسنيو د اسلام اباد استناف محکمې له خولې ددې ګيم د بنديز لرې کولو راپورونه ورکړي وو.

د پي ټي ای چارواکي په دې نظر دي چې د اسلام اباد استناف محکمې پر پب جی د بندیز لرې کولو امر نه دی کړی، بلکې محکمې د جولای په لومړۍ د پی ټي ای د بندیزونو د توضیحاتو خپرولو امر کړی دی.

د مخابراتي شبکې مسئوولين وايي چې د ښاريانو او ګن شمېر خلکو لخوا ۱۰۹ شکايتونه ترلاسه او د ګيم بندولو غوښتنه شوې وه، چې په لړ کې يې په ۲۳ جولايي د ګيم بندولو پريکړه وشوه.

د پي ټي ای په وينا، دوی د پب جي چارواکو څخه د ګيم په اړه ځينې پوښتنې کړي، چې د ۱۶ کلنو څخه کم عمره ماشومان د ګيم څخه لرې ساتلو، ويجاړوونکي او جنايي مينځپانګو مخنيوي لپاره يې کوم ګامونه اخيستي دي؟

د پاکستان د مخابراتو اداره وايي چې د پب جي ادارې ددوی پوښتنو ته ځواب نه دی ویلی، په داسې حال کې چې د پنجاب پولیسو د هغو کوچنيانو د ځان وژنې خبر ورکړی چې د پب جی لوبې کوي.

پب جي سويلي کوريايي ګيم دی چې په نړۍ کې زياتره ځوانان پرې بوخت او روږدي شوي دي، يو شمېر مسئوولين دا ګيم د وګړو د وخت ضياع او په خلکو کې د بد اخلاقۍ لامل بولي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx