fbpx
د روژه مات تر مخه د ګران هیواد لپاره اجتماعي دعا روژه مات لا ښکلا وربښي

د روژې د ماتولو په وخت کي مهم کارونه

بسم الله الرحمان الرحيم
الحمدلله وحده والصلاة والسلام علی من لانبی بعده امابعد:
متاسفانه موږخلگ دروژې دماتولوپه وخت کي ټول پام دخوراک په لوراړوو اوپه دغه مبارک وخت کي ډېره لويه موقع له لاسه ورکوو،چي داسي بایدونه کړوځکه معلومه نه ده چي بيابه زموږپه ژوندکي دامبارکه مياشت راشي اوکنه؟
نو دروژې دماتولوپه وخت کي دغه لانديني کارونه  که وکړو،نوان شاءالله په دې مبارکه مياشت کي به مودخيرپه کاروکي ونډه دپام وړوي
هغه دادي :
۱: په حديث شريف کي راغلي دي
ان للصائم فرحتان فرحة حين يفطر و فرحة حين يلقى ربه.
دروژاتي لپاره دوه خوشحالۍ دي،يوه دروژه مات په وخت کي اوبله دخپل رب سره دملاقات په وخت کي .
دروژې دماتولودوخت خوشحالي خوموپه برخه کيږي،دهغي بلي خوشحالۍ لپاره بايدداسي هڅه وکړوچي داسي روژه ونيسوچي دهغي بلي خوشحالۍ هم مستحق شو.
۲: دروژې دماتولوپه وخت کي دُعاء نه رديږي يعني هرومروقبليږي .
نو په دې وخت کي ډېري دُعاګاني کول پکاردي،خوله بده مرغه چي موږ اکثره خلګ په دې وخت کي هم له خبرونه وزګارېږو.
او بياکه وزگارشو، نو يوازي مو توجه دخوراک په لوروي،په انتظاريو،په دې وخت کي هم راته دُعاءکول گران معلوميږي.
په حديث کي راغلي دي: ددريو دُعاء نه رديږي: يو د روژاتي دعاء دروژې دماتولوپه وخت کي، دعادل باچا دعاء او د مظلوم دُعاء چي هغه الله پاک  ترورېځوپورته کوي، داسمان دروازې ورته خلاصوي اوالله پاک فرمايي: زمادي په خپل عزت قسم وي چي زه به هرومروستا مرسته کوم،که څه هم (دمصلحت له کبله) وروسته شي (مسند احمد، ترمذي، ابن خزيمه،ابن حبان)
نو دغه وختونه نه دي ضائع کول په کار او په دُعاگانوکي پوره برخه اخيستل پکاردي.
يوه خبره چي يادول يې فائده مندراته ښکارېږي هغه داچي په دُعا‌ءکي لاسونه پورته کول د دُعاء له آدابوڅخه دي،که څوک لاس پورته نه کړي نوهم دُعاء کيږي.
دروژې د ماتولو په وخت کي ځيني کسان له دې امله دُعاوي نه کوي، چي فکرکوي،خلگ به راته ريا کار ووايي، نو له دې تُهمت څخه دځان ژغورني له امله دُعاوي نه شي کولای چي دا تاسف ځای دی.
نو ددې لپاره اسان  علاج دادی چي دلاس له پورته کولو پرته دي دُعاوي وغواړي.
۳:د روژې د ماتولو په وخت کي هغه دعاګاني لوستل کومي به چي رسول الله صلی الله عليه وسلم لوستلې .
دوه يې دلته ذکرکوو:
اَلحَمدُلله الذي اَعَانَني فَصُمتُ وَرَزَقَني فَاَفطَرتُ
(بيهقي شعب الايمان 3\408)
ژباړه: ټول دکمال صفات دهغه  الله لپاره خاص دي چي زمامرسته يې وکړه، نوماروژه ونيوله او ماته يې روزي راکړه، نوروژه مي ماته کړه؛
بله دعاءداده :
ذَهَبَ الظَمَأُوَابتَلَت العُرُوقُ وَثَبَت الاَجرُان شَاءَاللهُ تَعَالَی
(رواه ابوداودباسنادحسن،مشکات1\175)
{تنده لاړه،رګونه لانده شول اوان شاءالله تعالی اجر ثابت شو}
بله دَُعاء داده :
اللهم لک صُمتُ وعلی رزقک افطرتُ.
(ياالله!ستا لپاره مي روژه ونيوله اوستا په روزۍ مي ماته کړله)
۴:دډوډۍ دخوړلوځانګړي اداب شته، لکه په راسته لاس خوراک کول، بسم الله دخوراک په پيل کي لوستل او داسي نور..
د هغو آدابو په دې مبارکه مياشت کي په ځانګړي توګه مراعت کول پکار دي .
۵: په دې وخت کي دالله پاک شکر اداکول چي هغه موږ ته هدايت راکړی، د اسلام مبارک دين يې را په برخه کړی، د روژې او نورو عباداتو توفيق يې راکړی او د روژې دماتولولپاره يې روزي راکړې ده .
۶: دروژې دماتولو په وخت کي دا هڅه کول چي يوه روژه نيوونکي ته دروژې د ماتولو لپاره څه ورکړو ځکه داهم يو ډېر مهم عمل دی، تر دې چي دهغه دثواب په اندازه الله پاک تاته هم ستادخوراک دورکولو له کبله درکوي .
او دا ثواب ديوې خورما په ورکولواو يا د يوه گلاس اوبو په ورکولوسره هم حاصلېږي.
نوپه دې کي پوره کوشش کول پکاردي.
۷:په دې مياشت کي ډېري صدقې کول پکاردي اوبايددروژې دماتولوپه وخت کي د هغو بې وزلو او غريبانوحالت له پامه ونه غورزوو چي دخوراک لپاره په کورکي څه نه لري .
۸: دروژې دماتولو په وخت کي دځان او نورو مسلمانانو لپاره له الله پاک څخه دمغفرت اوبښني دعاوي کول .
۹: د اسلام د ستر لارښود جناب محمد رسول  الله صلی الله عليه وسلم او د هغه دملګرو حالت هم بايدپه پام کي ونيسوچي پرهغوی به څوڅوشپې دلوږي په حالت کي تېرېدلې، تردې چي دلوږي له امله به يې ډبري په نسونوپوري تړلې .
۱۰: بايدله ډېرخوراکه ډډه وکړو، نه بايددروژې دماتولوپه وخت کي ډېرخوراک وکړواونه هم  دپېشنمي په وخت کي
ځکه دروژې دنيولو يوحکمت اوغرض دادی چي مالدارخلګ دلوږو له حالته خبر شي، د هغوی دلوږي او د تکليف احساس دوی ته وشي،که خوراک ډېر وکړل شي، چي په روژه کي وږی نشي نوبيادروژې دغه ستر مقصدانسان ته په لاس نه ورځي.
(۱۱) د روژې په ماتولوکي بيړه کول .
په حديث کي راغلي دي: ما زالت أمتي بخير ما أخرت السحور وعجلت الفطور {زما امت به تر هغه پر خير باندي وي، تر څو چي دوی پېشنمی ځنډوي اوروژه مات په تلوارسره کوي}
يعني دا تقوی اوپرهېزگاري نه ده چي څوک روژه په اول وخت کي نه ماتوي.
بلکي داګناه اوبدعت دی.
(۱۲) روژه بايدپه خورما (کجورو) باندي ماته کړل شي.
ځکه داسنت طريقه ده او په دې کي روغتيايې لويې ګټي هم شته،که خورمانه وه نوبيادي په اوبوسره ماته کړل شي لکه څنګه چي په حديث کي راغلي دي .
۱۳:دروژې دماتولولپاره دحلالي روزۍ هڅه کول.
(۱۴) دروژې دماتولوپه وخت کي بايدخپل هغه مؤمنان وروڼه هم له ياده ونه باسوچي دډول ډول کړاوونوسره لاس اوګرېوان دي،په ځانګړي توګه زموږ په جګړه ځپلي هيواد افغانستان کي .
هغوی ته بايد دُعاوي وکړواوڅه ډول مرسته موچي ورسره په وس پوره وي، هغه بايدترې  ونه سپموو.
وصلی الله علی نبينامحمدوعلی آله وصحبه اجمعين

ليکوال :مولوي عصمت الله عزام

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د