ویډیو

مولوي محمد نبي عمري – د ګوانتنامو زندان خاطره | نن ټکی اسیا

د ویډیو په اړه:

د ګوانتنامو په زندان کې د امریکایانو وحشي سلوک او په اړه یې د مولوي محمد نبي عمري نظر او خاطره درسره شرکوو، هیله ده تر پایه راسره پاته سئ.

مولوي محمد نبي عمري چې اوس مهال په قطر کې اوسي، د طالبانو د سیاسي دفتر غړی، د مذاکراتي ټیم غړی، د بندیانو د تبادلې کمیټې مشر او د سیاسي دفتر په چوکاټ کې د ملګرو ملتونو او بهرنیو موسسو سره د اړیکو د څانګې مشري په غاړه لري.

د طالبانو د حکومت تر ړنګېدو وروسته مولوي محمد نبي عمري د ۲۰۰۲ کال په سپتمبر میاشت، په خوست ولایت کې د خپل کور څخه د امریکایانو په چاپه کې په ډیر وحشت سره ونیول سو او بیا د بګرام هوايي ډګر ته انتقال کړل سو، چیري يې چې یې یوازي یوه نیمه میاشت وخت تیر کړ او سمدستي د کیوبا بدنام زندان ګوانتنامو ته انتقال سو.
په ګوانتنامو کې تر شاوخوا ۱۲ کلني بند تیرولو وروسته د امریکا او طالبانو تر منځ د یوې تبادلې په ترڅ کې قطر ته راغی او دلته یې د طالبانو په استازیتوب د هغو امریکایانو سره په مذاکراتي پروسه کې برخه واخیسته چې یو وخت یې دی او دده ملګري له هر ډول انساني حقوقو څخه محروم بلل او په ډیر وحشت او نړیوالو ټولو قوانینو سره په ټکر یې په یوه لیري جزیره ګوانتنامو کې په پنجرو کې ساتل.
..

عمري او دده ملګري وتوانیدل چې د اوږدو پړاویزو مذاکراتو په ترڅ کې امریکایانو سره توافقنامه تر لاسه کړي چې پر اساس به یې امریکایان او ټول بهرني ځواکونه د افغانستان څخه وزي، پنځه زره بندیان به خوشي کوي او د افغانستان په داخلي چارو کې به نوره مداخله نه کوي.

راځئ د ګوانتنامو زندان په اړه د مولوي صاحب عمري څخه یوه وړه خاطره واورو چې هلته څه باندي تیر سول او په اړه یې دده څه نظر وو

==========

زمونږ یوټیوب چېنل کې اشتراک وکړئ او نورو ملګرو سره یې شریک کړئ:
http://www.youtube.com/c/nunnasia
زمونږ ټویټر پر لاندي ادرس فالو کړئ:

زمونږ سره اړیکه پر لاندي ایمیل هر وخت نیولای سئ:
nunn.asia@gmail.com
———-
#afghanistan
#AfghanPeaceProcess
#nunn.asia

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close