ورزش

د نړیوال جام غوراوي سیالیو په موخه د کرکټ سوپر لیګ پېلیږي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۷ زمری، ۱۳۹۹ل): د کرکټ نړیوالې شورا ICC د ۲۰۲۳م نړیوال جام غوراوي سیالیو لپاره د کرکټ نړیوال جام سوپر لیګ اعلان وکړ چې د جولایي له ۳۰مې نیټې څخه به پېلیږي.

د نړیوال جام سوپر لیګ سیالۍ به د راتلونکې پنجشنبې په ورځ د ایرلینډ او انګلستان لوبډلو ترمنځ له یو ورځني سیریز څخه پېل شي کوم چې د انګلستان په ساوتهمپن لوبغالي کې ترسره کیږي.

د کرکټ نړیوالې شورا لخوا په خپاره شوي راپور کې راغلي، د هالنډ لوبډلې په ګډون به په دغه لیګ کې د ۱۲ بشپړ غړیتوب لرونکو لوبډلو (ټولټال ۱۳ لوبډلې) ترمنځ سیالۍ ترسره کیږي.

د سوپر لیګ له ترسره کېدو وروسته به ۷ غوره لوبډلې د ۲۰۲۳م نړیوال جام ته لار ومومي او پاتې نورې لوبډلې به یو وار بیا په غوراوي سیالیو کې بخت وازمويي.

د سوپر لیګ سیالیو په لړ کې به هره لوبډله د بلې پر وړاندې د ۳-۳ سیالیو ۴-۴ سیریزونه په خپل کوربه توب او د مخالف لوبډلې په کوربه توب ترسره کوي.

د کرکټ نړیوالې شورا عمومي مدیر جیوف الادریرس په یوې اعلامیې کې لیکلي چې د سوپر لیګ سیالۍ به د کرکټ مینوالو لپاره د تفریح زمینه برابره کړي، هغه زیاته کړه چې د کرکټ نړیوال جام وروسته کولو یو لامل هم په غوره طریقه د لار موندنې سیالیو ترسره کول وو تر څو ښه مهالویش چمتو کړل شي.

باید وویل شي چې د نړیوال جام سوپر لیګ سیالۍ به د هند په کوربه توب ترسره کیږي، په دې تړاو هند به اتومات نړیوال جام ته لار مومي.

د یادونې وړ ده چې د کرکټ ۲۰۱۹م نړیوال جام اتلولي د انګلستان لوبډلې له جنجالي پای وروسته خپله کړې وه، په دې سیالیو کې افغانستان هم ګډون کړی و چې بدبختانه په هیڅ لوبه ګټلو بریالی نشو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x