ویډیو

د الجزیره تلویزون سره د خیرالله خیرخوا نوې مرکه – پښتو ژباړه

خیرالله خیرخوا د طالبانو د مخکښو مشرانو څخه شمیرل کیږي، نوموړی د ګوانتنامو څخه خلاص شوی او اوس مهال د طالبانو په سیاسي دفتر کې د مذاکراتي ټیم غړی دی.

خیرالله خیرخوا د الجزیره انګریزي تلویزون سره دغه مرکه په عربي ژبه کړې او نن ټکی اسیا د افغانانو لپاره پښتو ته ژباړلې ده.

دغه ویډیو د نن ټکی اسیا همکار عزیز مومند ژباړلې او د نوموړي او عبدالرحمن فدا په ږغ کې ثبت او ایډیټ سوې ده.

ددې ویډیو اصلي حقوق د الجزیره انګریزي تلویزون سره خوندي دی، اصل ویډیو دلته کتلای سئ:


د ویډیو مختلفې برخې د پوښتنو پر اساس ویشل شوي، که غواړئ د لاندي پوښتنو څخه د یوې جواب ته چټک رسیدګي وکړئ، څنګه ته یې وخت ووهئ او یا هم لوړ په ویډیو کې مختلفې برخې وګورئ

====
0:00 – مقدمه
0:25 – د الجزیرې مقدمه – لنډ راپور
2:12 – لومړۍ پوښتنه: ولسمشر اشرف غني وايي چې د سولې لپاره تر ټولو لوی ګواښ تاوتریخوالی دی، چې د تیر یوه کال په پرتله اوس تر ټولو په لوړه کچه کې دی. د نوموړي ویاند صدیق صدیقي وايي چې طالبان سولې ته لیوالتیا نه لري او د سولې په لار کې خنډ دي. دې وضعیت ته په پام سره به بین الافغاني څنګه پیل شي؟
5:05 – دوهمه پوښتنه: په اوسنیو شرایطو کې، په داسې حال کې چې تاسو یو بل وژنئ، بین الافغاني مذاکرات به په کوم اساس ترسره کیږي؟
6:04 – ایا تاسوتمه لرئ چې بین الافغاني مذاکرات به عملا شروع شي؟ ایا فکر کوئ چې امکان لري؟
6:41 – خو دا به څنګه کیږي؟ تاسو د کابل حکومت په رسمیت نه پیژنئ!
8:08 – که امریکايي ځواکونه ووځي، څه به پیښ شي؟
10:36 – دا جالبه ده چې مسکو ته مو اشاره وکړه، د طالبانو او روسیې اړیکي څنګه دي؟
11:33 – د اخبره څومره حقیقت لري چې طالبان له روسانو پیسې اخلي ترڅو امریکایي پوځیان ووژني؟
12:36 – خو یوازې د افغان حکومت استخبارات نه، د امریکا استخباراتي سرچینو هم دا خبره کړې. په داسې حال کې چې امریکا غواړي له افغانستان څخه ووځي، ولې دوی دروغ وايي؟
13:40 – خو مخکې همداسې شوي دي، د شوروي په خلاف د افغان مجاهدینو سره د سي آي ای لخوا د پاکستاني ای ایس آی له لارې کومک کیده، ولې تاسو اوس د روسیې نه د امریکا د وژلو لپاره پیسې وانخلئ؟
14:24 – راځئ چې افغانستان ته راوګرځو، ښارونه د حکومت تر واک لاندې دي، او اطراف اکثره د طالبانو تر کنټرول لاندې دي. تاسو د افغانستان په څومره خاوره واکمن یاست او د هغو سیمو وضعیت څنګه دی؟
15:48 – غربي ولسونه دا اندیښنه لري، که طالبان په واک کې ورګډ شي یا واک ته ورسیږي، ټول هغه پرمختګونه چې افغانستان کړي، لکه د ښځو حقوق، د نجونو تعلیم، د سولې او عدالت تامین، د بیان ازادي، دا ټول به له منځه لاړ شي. تاسو څه تضمین ورکولی شئ چې داسې څه به نه پیښیږي؟
19:00 – نړۍ څه تضمین لري چې القاعده او نورې سخت دریځي ډلې چې پخوا يې په افغانستان کې کمپونه درلودل، بیا په افغانستان کې پټنځایونه نه شي پیدا کولی؟
20:41 – ذبیح الله مجاهد ویلي چې د افغان سولې لپاره داخلي او خارجي ګواښ موجود دی، د ملي امنیت پخوانی مشر وايي چې پاکستان لا هم له طالبانو سره اړیکي لري، تاسو د داعش د دوه نیول شوو جنګیالیو ویډیو خپره کړې وه چې ګویا په امریکايي او افغان چارواکو یې د بریدونو پلان درلود، دا څومره حقیقت لري، او تاسو له څه شي سره مخامخ یاست؟
22:53 – ښاغی خیرخوا د وروستۍ پوښتنې په توګه، د طالبانو د واکمنۍ نه شل کاله وروسته اوس افغانستان په یو بدل وضعیت کې قرار لري، د افغانستان خلک او ځوانان اوس د شلو کلونو نه مخکې په پرتله ډیر متفاوت نظریات لري، تاسو څنګه افغانستان تصور کوئ، که طالبانو د قدرت یو لوی شریکوال شي، خلک او ځوانان به څومره ازادي ولري؟
25:54 – خاتمه او مننه

که تاسو ددې ویډیو یا نورو موضوعاتو په اړه د نن ټکی اسیا سره اړیکه نیول غواړئ، هیله ده لاندي ایمیل باندي اړیکه ونیسئ:
nunn.asia@gmail.com
زمونږ ویب پاڼه:

نن ټکی اسیا – لومړۍ پاڼه


زمونږ ټویټر پاڼه:

———
نن ټکی اسیا یوه ازاده او مستقله خبري او ټولنیزه پاڼه ده، د افغانستان اړوند خبرونه او په ځانګړي ډول د سولې اړوند خبرونه، مرکې، تبصرې او ویډیوګاني تر خپلو لوستونکو او لیدونکو پر وخت رسوي.
که تاسو غواړئ زمونږ فعالیت تعقیب کړئ، نو هیله ده زمونږ پاڼه او ټویټر تعقیب کړئ او همداسي په دغه چینل کې سبسکرایب وکړئ.

https://www.youtube.com/channel/UCgLlaaW_SuIM-T4vcc8vMOA

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx