ټولنیزه برخه

په ژوند کې ارمانونه او پایلې يې

ژباړه: مولوي محمدرضاء رحماني

یو عمر خوړلي سپېن ږیري سړي له ځان سره په خپل ژوند کې د آرمانونو خلاصه داسې بیان کړه!

وایې زه چې کله ځوان ووم د تعلیم له فراغت وروسته مې په زړه دا آرمان شو چې کاش چې واده مې کړی وای، هغه وو چې واده مې وکړ ، خو د ژوند په خوند نه پوهېدم ځکه چې اولادونه مې نه درلودل.

د اولادونو آرمان راغی ماویل کاش چې اولادونه مې درلولای ، ساعت به مې ورسره تېر وو ، هغه وو چې الله تعالی په اولادونو ونازولم ، خو له دې سره سره مې زړه د کور له دېوالونو هم تنګ شو.

لږ وخت تېر نه وو چې د یو ښه ښکلي کور چې باغ او چمنونه تفریح ګاه ولري آرمان راغی ، تر لګ کوښښ وروسته الله تعالی غني کړم ، د ښه ښکلي کور هغه چې زړه مې غوښتل څښتن شوم ، دغه وخت وو  اولادونه مې هم زلمیان وو.

بیا مې دا آرمان وکړ: کاش چې اولادونو ته مې ودونه کړي وای ، هغه وو چې د الله په فضل مې د اولادونو ودونه هم وشول ، خو له دې سره مې نور نه غوښتل چې خپل کار او وظیفه پر مخ بوزم ، ستړی شوم ، نور مې د خواریو او کار کولو توان نه درلود.

په زړه مې دا آرمان شو چې کاش نور نو پر کور ناست وای ، تقاعد شم چې لګ هوسا شم ، هغه وو چې بس یواځې پر کور کېناستم لکه زه چې اوس له زدکړو فارغ شوی یم ، خو توپير یې دا وو چې!
هغه وخت چې له زدکړو فارغ شوم پر وړاندې مې ژوند پروت وو ، او اوس په ژوند پسې تر شا روان یم ، نا ویلي دې پاتې نه شي چې لامې هم  په زړه کې څه غوښتنې  شته هغه دا چې !

زړه مې غواړي چې د قرآن کریم حفظ وکړم ، خو ذهن او حافظه مې لاس نه راکوي!
زړه مې غواړي چې دالله تعالی لپاره روژې ونیسم ، خو صحت مې اجازه نه راکوي!
زړه مې غواړي چې د شپې را ولاړ شم عبادت وکړم ، خو پښې راسره ملتیا نه کوي!

هۍ أفسوس همدا وخت وو چې تېر شو ، نبي کریم صلی الله علیه وسلم رېښتیا وېلي دي چې فرمایي ، پنځه شیان تر پنځو وړاندې غنیمت وبوله.

ځواني مخکې تر زوړوالي.
صحت مخکې تر مرض.
مالداري مخکې تر غریبۍ.
فراغت(فرست)مخکې تر مشغولتیا.
ژوند مخکې تر مرګ.

دا پنځه نعمتونه هر چا ته الله تعالی ورکړي دي ، باید چې پر خپل وخت ترې ګټه پورته شي.

اللهم اعنا علی ذکرك وشكرك وحسن عبادك …اللهم آمين

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx