افغانستان

د ټرمپ امنیتي سلاکار په کرونا اخته شوی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۷ زمري، ۱۳۹۹ل): د امریکا د ولسمشرۍ ماڼۍ مطبوعاتي دفتر وايي، چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ امنیتي سلاکار په کرونا وبا اخته شوی دی.

سپینې ماڼۍ تیره ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د ټرمپ امنیتي سلاکار «رابرټ اوبراین» د کرونا ناروغۍ ازموینې پایله مثبته راوتلې؛ خو دمهال ولسمشر ټرمپ او د هغه مرستیال مایک پنس ته کوم روغتیايي خطر متوجه نه دی.

په خبرپاڼه کې دغه راز ویل شوي، چې ښاغلی رابرټ اوبراین د کرونا(کوویډ۱۹) کمزورې نښې لري او دا مهال په قرنطین حالت کې له خوندي ځای څخه خپلې چارې سرته رسوي.

سپینې ماڼۍ دغه راز ډاډ ورکړی، چې ددې ماڼۍ د ملي امنیت شورا چارې د اوبراین تر سر پرستۍ لاندې پرته له کومې ستونزې جریان لري.

رابرټ اوبراین د سپینې ماڼۍ تر ټولو لوړ پوړی چارواکی دی، چې له ټرمپ سره نیږدې اړیکې لري او په کرونا اخته شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x