شعـــــرونه

خيرٌالبشره ستا په نوم د مينې نېت تړمه

احمدالله نثار

داسې مې ستا په درودو خپل د زړه ور وينځلى
لکه باران چې ټوله شپه وي زرين لمر وينځلى

دا چې ښکلا راته په هرڅه کې څرکونه کوي
سهار وختي مې د محبوب په نوم نظر وينځلى

خيرٌالبشره ستا په نوم د مينې نېت تړمه
جام د زړګي مې په اوبو ده، د کوثر وينځلى

څنګه سٌرور دۍ ستا د ښکلې شنې روضې څنډه کې
رب به د حٌسن په وږمه وي مازديګر وينځلى

جانانه ستا مينه مې ګډه ده له وينې سره
ستا په سپېڅلې خوږه مينه مې ځيګر وينځلى

نثار به بيا د مخلوقاتو بختور ومه خو
چې مې واي ذهن په ښکلا د پېغمبر وينځى

احمد الله نثار

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close