افغانستان

غني: ډیر ژر به د طالبانو پاتې بندیان خوشې کړو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۷ زمري، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت مشر ډاکټر محمداشرف غني وايي، ډیر ژر به د دوحې تړون مطابق د طالبانو پاتې شپږ سوه بندیان آزاد کړي.

ډاکټر غني دا څرګندونې نن د سه شنبې په ورځ(۷ زمري) په کابل کې د لوړ پوړو دولتي ناسته کې کړي او ترڅنګ یې له طالبانو غوښتنه کړې چې د یوې اونۍ په موده کې بین الافغاني مذاکراتو ته ځانونه چمتو کړي.

غني د خپل خبرو په دوام ویلي، ۲۰۲۰ کال یې د سولې په نیت پیل کړی ؤ؛ خو په خبره یې طالبانو خپل بریدونه لاپسې ګړندي کړل، نوموړي ادعا وکړه چې په دوحه کې د طالبانو او امریکا متحدو ایالتونو ترمنځ د سولې تړون لاسلیک راهیسې په پوځي عملیاتو او جګړو کې ۳۵۶۰ دولتي عسکر وژل شوي او ۶۷۸۱ تنه نور ټپیان شوي دي.

په دغه مهال ډاکټر غني له طالبانو د اوربند غوښتنه وکړه او څرګنده یې کړه چې د لوی اختر ورځې ددې کار لپاره ښه فرصت دی؛ خو په ورته مهال یې د طالبانو او القاعده د اړیکو په پرېکون هم شک څرګند کړی دی.

باید وویل شي چې د کابل حکومت مشرانو تردې وړاندې د طالبانو د لیست مطابق د ۶۰۰ طالب بندیانو له خلاصون سره یوځل په دې دلیل مخالفت ښودلی وو، چې ګوندې دغه طالبان جنايي او حق العبدي دوسیې لري او دوهم ځل یې بیا د یاد شمېر طالب بندیانو خلاصون ددې لپاره وځنډولو چې ګوندې بهرني هېوادونه او په ځانګړې توګه اروپايي اتحادیه د خلاصون اجازه نه ورکوي.

د شنونکو په باور د دوحې تړون د پنځه زریزه کسیز لیست مطابق د طالب بندیانو د خلاصون پروسې تکمیل به ښايي په نیږدې راتلونکي کې بین الافغاني مذاکراتو ته لاره پرانیزي او کیدای شي تر لوی اختر وروسته د بین الافغاني مذاکراتو لومړۍ ناسته په قطر هېواد کې ترسره شي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
,mujahid

غلامی غنی وایی [[ ډیر ژر به د طالبانو ټول پنځه زره بندیان خوشی کړو ]] باید یی هم خوشی کړی د کابل اداره د بادار په اوامرو تکیه لری هغه وایی او هغه کوی چه ورته د ویلو او کولو امر شوی وی . اشغلګرو د دوحی د څو اونیو مذاکرات ۱۴ میاشتو ته په همدی خاطر اوږده کړل چه که طالبان د کابل غلامی اداری سره مخامخ خبرو ته وهڅوی د قطر طالبان که په بیلونو ډالرو دلاسه کیدی امریکا صرفه نه کوله د امریکا بار دننه ناګواره شرایطو بالاخره هماغه توافق د طالبانو سره جبرا لاسلیک کړو… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close