ادبي لیکني

بې وروره سلما او مریم اختر کې پلار غواړي

عاکف مهاجر

یو ځل افغانستان ته د روسانو په راتګ او ورسره ملګرو کمونستانو له لاسه یې افغانستان کې سلګونه زره یتیمان پاته شول او دا دی اوس بیا د امریکایي اشغال په وخت کې د نړیوالو کفري ائتلافیانو او ورسره ملګرو ایمان فروشه افغانانو د بمباریو، ړندو چاپو او مرمیو زرګونه ماشومان یتیمان کړل او اکثر یې بې سرپرسته دي.

څو ورځې وړاندې تقریبا چې لوی اختر ته لس شپې پاته وې د لوګر ولایت د مرکز اړوند پادخواب شانه سیمې ته د هغه مسئولیت له مخې لاړو چې د امریکا او متحدینو له لوري یې د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې په اړه وو.

پادخواب کې د ځایي ملګرو په رهنمایي او همکاري هغه کور ته ورغلو چې هلته یوازې ماشومه سلما، مریم، یوه بله خور یې او مورکۍ یې اوسیدلې.

ومو پوښتل چې د دې کور څوک خپلوان کوي څو خبرې ورسره کوو، خو له لنډ ځنډ وروسته مو یو تن پیدا کړ له هغه مو وغوښتل چې هغه دوه ماشومانې هم وینو، خو ویل یې چې هغه ویالې ته تللي څه شیان وینځي اوس به راشي،
همدلته لږه شیبه دمه شولو چې سلما او مریم هم راغللې،
دا دواړه هغه ماشومانې وې چې پلار یې د امریکایي یرغلګرو او د صفر یک وحشي عسکرو له لوري د کور په اتش خانه کې د دوی تر مخ په مرمیو غلبیل او وینو کې لت پت شهید کړل شوی وو او د تل لپاره د پلار د مرحمت او شفقت له مینې بې برخې شوې وې.

ډیره دردوونکې دا وه چې کله مې مریم نه وپوښتل چې ورور لرې وی نه مل پلار دې چیرې وی امریکایانو شهید کړ وړاندې مې ورغبرګه کړه چې تاسو ته کالي ډوډۍ او نور شیان څوک راوړي وی خدای یې راکوي.

دغو ماشومانو هغه مهال اوښکو تویولو ته مجبور کړو او ښه ډیر مو ورسره و ژړل کله چې ورته ویل مې پلار دې یادیږي نو سترګو ته یې له سر تاو کړی وړوکی ټوکر ونیولو، خبر ترې ورکه شوه، ستونی یې راډک، سلګو ونیوله، او هیڅ یې نه شو ویلی.

دا چې د اختر شپې رانږدې دي دغه ماشومانې سلما او مریم نه پلار لري نه ورور او نه بل څوک چې د دوی ناز واخلي اختر به یې څنګه وي.
پښتانه وایي وی ځمکه هغه سوځي چې اور پرې بلیږي، د سلما او مریم د مورکۍ اختر به څنګه وي او خپلو ماشومانو ته به د اختر ناز او نخرې له کومه کړي.

دا یواځې سلما او مریم نه دي بلکې ټول افغانستان په دغه حال ده خو د جنګ ټیکداران د خپلو جیبونو ډکولو لپاره د بهرنیانو په پاته کیدلو او د جګړې په اوږدولو تینګار کوي تر څو د دوی جیبونه ډک او خیر که په خلکو هر څه تیریږي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close