شعـــــرونه

ژوند په یبلو پښو روان ازغن سیمونه لارې دي/ کاروان

پير محمد کاروان

ژوند په یبلو پښو روان ازغن سیمونه لارې دي
ماتې یې په زړه کې د جګړې تېرې نوکارې دي

غرب شي چې را پرېوزي د ارمان غاټول ور لاندې شي
زړونه ته به وایې چې خالي د تیږو بارې دي

دا غمجن وطن د یتیمانو ادې و بولئ
دا بانډه د بورو او دې بل کلي کې ورارې دي

غوڅې یې لکۍ کړه او غاښونه یې میده میده
یا خدایه فتنې راته لړمې دي او مارې دي

پاک پاکیزه ملک د اولیاوو یې جوټه کړلو
دا د سیاست لوبې فاحشې دي مردارې دي

پټ یې مخ او څټ دی د ریا په نقابونو کې
دا یو څو لسیزې خو بیخي بیخي مکارې دي

ربه د اخلاص یوه کړۍ خو په لاس راولې
ډلې دي ټپلې دي خاینې دي غدارې دي

توره تَروږمۍ ده او کاروان د زړه ډیوه په لاس
ورکې ترۍ تمې ترې د امن سندرمارې دي

۵ اسد ۱۳۹۹ هجري شمسي خوست توره وړۍ

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close