افغانستان

کابل کې د هوايي ځواک یو پیلوټ وژل شوی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۷ زمري، ۱۳۹۹ل): د کابل ښار دولسمې امنیتي حوزې احمدشاه بابا مېنه کې د هوايي ځواک یو پیلوټ د طالبانو په برید کې وژل شوی دی.

ځايي خلک وايي، نن د سه شنبې په ورځ(۷ زمري) سهار ۹ بجې د کابل ښار دولسمې امنیتي حوزې احمدشاه بابا مینې پنځم بلاک ته څېرمه دولت آباد سیمه کې ناپيژاندو وسله والو د هوايي ځواک یو پیلوټ ضابط عزت الله د مغل خان زوی باندې برید وکړ او ځای پر ځای یې ووژلو.

د برید مسئولیت طالبانو په غاړه منلی او زیاتوي چې د «جنګي چورلکو» پیلوټ او د «ډرون الوتکو» د ترمیم انجینر عزت الله یې ځکه په نښه کړی چې د کابل حکومت په ولسي خلکو بمبارۍ زیاتې کړي دي:

«نوموړی داسې مهال په نښه شوی، چې په دې وروستیو کې د کابل رژیم لخوا په اولسي خلکو ګڼ بریدونه شوي او د هوایي ځواکونو لخوا ملکي وګړي، کورونه، دوکانونه، مساجد او عام المنفعه ځایونه په قصدي ډول په نښه شوي او درانه زیانونه ور اړوول شوي دي.»

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مجاهد

دا شه تاکتیک ته باید زیاتوالی او پرخوالی ورکړی . غلامه اداره په همدی خلع سلاح کیږی چه د وسلو چلونکی غلامان یی ووژل شی

شاه ولی خان یار

مجاهد صاحب، هغه بیلوټ خو یو مسلکی کس ده، شاید د دغه ملک په درد وخوري، دا طالبان ولی د دغه غلامی اداری دغه لوړ لوړ کسانو بسی نه ورځي او یو صاحب منصب په نشه کوي؟

غمی،پښتین

شاولی خان صاحب،
مجاهد صاحب له لندن څخه جهاد په افغانستان کی کوی،په افغانستان کی خلکو وژلو لپاره شپه ورځ لګیا دی تبصری لیکی،
او په لندن د سوسیال مجاهد دی،
یعنی هغه د کابلیانو خبره چه مسعود لپاره یی کوله چه،
شیر پنجشیر،روباه کابل،بز شادګل
استاد بیانزی مجاهد برای قتل افغانها، و مجاهد برای اخذ سوسیال در لندن،
الله ج د زاړو ځوانانو ته د نیکی هدایت وکړی،

الحاج استاذ بیانزی

یار صاحب نیکی هیلی مو ومنی لمړی: د غلامی اداری پایلوټان افغانستان نه ساتی لندن او واشنګټن خوندی ساتی ، که په کنړ ، ننګرهار پکتیا اوقندهار کی چه پاکستان د ډیورند له کرښی هم بنځوس سل کیلو متره راننوتی زمونږ خلک وژنی دغه پایلوتان یی مخه ولی نه نیسی دوی زمونږ د سرحداتو د پاره نه د امریکا د سرحداتو د خوندی ساتلو د پارذه زمونږ خلک وزنی . دوهم: مونږ ټول انسانان په توله کی یو مور او پلار څخه زیږول شوی یو چه هغه ادم ع او بی بی هوا دی یعنی مونږ په توله کی سره… نور لوستل »

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close