په کوټه کي د پښتونخوا ګوند د بلوچستان د اسمبلی مخته مظاهره وکړه
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند له خوا نن په داسي حال کي چي د پښتون بلوڅ ګډي صوبے يا ايالت د بوديجے غونډه جاري وه، د حکومت له خوا د پښتونخوا ملي عوامي ګوند پر احتجاج باندي د پرون نه بنديز لګيدلي وو، خو دولت نه سو وکړلاي چي د دے احتجاج مخه ونيسي، نوموړي ګوند غواړي چي و سهيلي پښتونخوا ته دي د ډيره اسماعيل خان ږوب له لاري د بجلي لوي ټرانسميشن لائن ورکول سي۔۔۔۔۔۔
ځکه چي د سهيلي پښتونخوا د خلګو ژوند پر کرهنه ولاړ دي او که دولت دا کار و نه کړي نو کيداي شي د د سهيلي پښتونخوا اولس هجرت کولو ته مجبور شي۔۔۔۔۔
د اسمبلي د اجلاس په محال د وزيرانو ګډ پلاوي د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د مظاهرے مخي ته راغلو او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د لاريونکونکو سره يے دا ژمنه وکړه چي دوي به دسهيلي پښتونخوا د اولس دا غوښتنه د اسمبلي له لاري و مرکز ته اږدي او د دوي د غوښتني د پوره کولو لپاره به د مرکزي حکومت نه بوديجه اخلي او دا ټرانسميشن لائن به منظوروي.
عبد المالک اچکزی