افغانستان

د طالبانو په تعقیب حکومت هم درې ورځنی اختریز اوربند اعلان کړ

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۷ زمري، ۱۳۹۹ل): د لوی اختر په مناسبت د طالبانو لخوا د اعلان شوي درې ورځني اوربند په تعقیب د کابل  حکومت هم درې ورځنی اوربند اعلان کړی دی.

د کابل حکومت د مشر ډاکټر محمداشرف غني ویاند صدیق صدیقي په خپلې  ټویټر پاڼې د طالبانو د اختریز اوربند څخه د هرکلي ترڅنګ ویلي، چې ددوی حکومت د د ایمي اوربند غوښتونکي دی.

نوموړي  دغه راز د اشرف غني د فرمان له مخې ټول دولتي  عسکر او جګړه ماران د لوی اختر درې  ورځني اوربند په مراعاتولو مکلف بللي دي.

باید وویل شي چې طالبانو له حکومت نه څو ساعته وړاندې د لوی  اختر ورځو کې د ولس د سوکالۍ او آرامۍ په خاطر درې ورځنی اختریز اوربند اعلان کړ او خپلو جنګیالو ته یې امر کړی، چې په دفاعي حالت کې وه اوسي.

دا تېر څو کلونه د کابل حکومت د طالبانو لخوا د اختریز اوربند په تعقیب اوربند اعلانوي، چې  د سیاسي شنونکو په باور دا په ټولنیز او سیاسي  ډګر کې د طالبانو د بریالۍ دیپلوماسۍ ښکارندويي کوي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

د کابل غلامه اداره یو بادار امریکا او بل بادار یی طالبان دی . امریکا ورته د هر څه د خپلو پلانو دستور ورکوی چه داسی وایه او داسی کوه. مګر طالب مجاهدین یی په عملی کړنو هڅوی ، طالبان د دی پروا نه لری چه غلامه اداره اوربند کوی که نه ، طالبان د اوربند وخت کی هم د غلامی اداری د هر برید دفاع مخکی له مخکی نظر کی نیولی دومره یی نادیده نیسی چه د اوربند هیله تری هم نه لری لکه څوک چه د ماشومانو یا کمزورو له جنګ او لاپو نه ډاریږی د کابل اداره… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close