افغانستان

طالبانو د اختر په مناسبت درې ورځنی اوربند اعلان کړ

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۷ زمري، ۱۳۹۹ل): طالبانو د لوی اختر په مناسبت خپلو ځواکونو ته د دري ورځني اوربند امر کړی.

د طالبانو لخوا په یوې اعلامیه کې د دوی ټولو جنګیالیو ته سپارښتنه شوې چې «د اختر په درې ورځو او شپو کې له خپلې خوا په دښمن باندې هیڅ ډول عملیات ترسره نه کړي».

خو په اعلامیه کې دا سپارښتنه هم شوي چې د مقابل لوري د برید په صورت کې به «کلک ځواب» ورکوي.

طالبانو د اوربند په موده کې خپل جنګیالي د کابل حکومت تر واک لاندې سیمو ته له ورتګه منع کړي او همدارنګه یې څرګنده کړې چې حکومتي کسان به د دوی سیمو ته نه ورپریښودل کیږي.

په اعلامیه کې طالبانو ته سپارښتنه شوې چې د اختر شپې ورځې په خپلو سیمو کې تیرې کړي او ولس ته د امن او اطمنان فضا برابره کړي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx