تاریخي پيښينظــر

ایاصوفیا؛ تاریخي شالید او څو وضاحتونه

ژباړه او راټولونه: احمد الهام

د قسطنطینیې (نننی استنبول) ښار د نړۍ یو له مهمو ښارونو څخه شمېرل کیږي چې په ۳۳۰ ز کې بازنطیني امپراتور لومړي قسطنطین جوړ کړ او دې ښار په نړۍ کې یو ځانګړی او مهم رول درلود، د دې ښار اړوند ویل کیږي چې: که ټوله نړۍ یو هیواد شي نو استنبول دا صلاحیت لري چې پلازمېنه یې شي.

دا ښار له جوړېدلو سره سم بازنطیني امپراتورۍ خپل پلازمېنه وټاکه.

قسطنطنیه تر فتحې مخکې اروپا ته د اسلام په ننوتلو کې تر ټولو ستر خنډ و، ځکه خو د دې فتحې اروپا ته د اسلام لپاره لاره هواره کړه او د استنبول فتحه د نړیوال تاریخ یو مهم باب دی آن چې اروپایي مورخین خو د استنبول فتح د منځنیو پیړیو پای او د نوي عصر پیل بولي، یانې ویلای شو چې په نړیواله کچه تر ټولو پېښو د قسطنطنیې فتحې او د آیا صوفیا کلیسا په مسجد سره بدلون د نړۍ پام ځانته راواړاوه.
له کومه وخته چې مسلمانان له بازنطینیانو سره جګړې ته ننوتلې له همغه وخته د همدې ښار فتحه یو مهم کار ګڼل شوی او د تاریخ په اوږدو کې مسلمان خلیفه ګانو او واکمنانو ټولو هڅه کړې چې د نبي صلی الله علیه وسلم د دې حدیث ویاړ خپل کړي«لتفتحنَّ القسطنطينية على يد رجلٍ، فلنعم الأمير أميرها، ولنعم الجيش ذلك الجيش!» ژباړه: قسطنطینه به خامخا د یو چا په لاس فتحه کیږي هر لښکر که فتحه کړه هغه تر ټولو ښه لښکر او مشر یې تر ټولو ښه امیر دی.
لنډه دا چې: د ۱۴۵۳ د می د میاشتې پر ۲۹ مه سلطان محمد فاتح رحمه الله له ډېرو ناکامو سولېیزو هڅو وروسته قسطنطنیه فتحه کړه او د نبي صلی الله علیه وسلم د مبارک حدیث ویاړ یې خپل کړ.

د قسطنطیې له فتحې سره سم محمد فاتح د آیا صوفیا ستره او لرغونې کلیسا په مسجد بدله کړه.

د آیا صوفیا لنډ تاریخ:
آیا صوفیا د مصر یوه قبطۍ بت پرسته نجلۍ وه چې وروسته یې عیسایي مذهب خپل کړ او د دیندارۍ غږ یې په ټول ښار کې خپور شو، کله چې د هغه وخت بت پرست واکمن اقلیدس د دې په عیسایت باندې خبر شو نو یې په وهلو وهلو ووژله چې له امله ( په اصطلاح) د عیسایت شهیده بلل کیږي.

وروسته د بازنطیني امپراتوري پر مهال ستر قسطنطین د آیا صوفیا جسد قسطنطیې ته راوړ او همدلته یې خښه کړه او په خوا کې یې په ۳۶۰ ز کې یوه ستره کلیسا ورسره جوړه کړه. خو د کلیسا همدا تعمیر وروسته د زلزلې یا د بل قول سره سم د هغه وخت د واکمن خلاف د یو بغاوت په ترڅ کې لمنځه ولاړ.

وروسته دوهم تیودوسوس بېرته له سره ورغوله او په ۴۱۵ ز کې یې د عبادت لپاره افتتاح کړه، چې وروسته په ۵۳۲ ز کې د یو انقلاب په ترڅ کې د دوهم ځل لپاره لمنځه لاړه.

له دې وروسته یې لومړي جوسټنین بیا رغونه پیل کړه چې ۵ کاله یې دوام وکړ او په ۵۳۷ ز کې یې د عبادتکوونکو پر مخ خلاسه کړه چې تر ننه پورې ولاړه ده.

ایا صوفیا د بازنطیني فن او تعمیر یو هسکه څوکه ده چې په ډېر بې مثاله او نادره ډؤل جوړه شوې.

پر سر باندې یې یوه ستره ګنبده ده چې قطر یې ۲۱ متره او له ځمکې څخه یې اوچتوالی ۵۵ متره دی، چې د نړۍ تر ټولو ستر ګنبده ګنل کیږي.
او د ایا صوفیا دیوالونه له دننه څخه په ښکلو رسمونو او تابلوګانو پوښل شوي دي.

عرب سیاح ابن بطوطه د ایا صوفیا اړوند وایي چې: د روم تر ټولو ستره او ښکلې کلیسا ده.
په کال ۱۲۰۴ ز کې چې کله قسطنطنیه د کاتولیک عیسایانو په لاس سقوط شوه نو آیا صوفیا له ارتوډوکس عبادتځای څخه په کاتولیک بدله شوه، خو کله چې په کال ۱۲۶۱ ز کې بازنطینیانو بېرته خپله امپراتوري لاسته رواړه نو ایا صوفیا یې بېرته خپل اصلي حالت ارتوډوکس عباتځای باندې واړوله.

کله چې محمد فاتح رحمه الله په کال ۱۴۵۳ ز کې قسطنطینه فتحه کړه نو آیا صوفیا کلیسا یې په مسجد سره بدله کړه چې د عثماني خلافت تر پایه پورې مسجد پاته شوه خو د خلافت عثماني له ړنګېدلو وروسته په ۱۹۳۱ ز کې آیا صوفیا مسجد بند کړل شو او په کال ۱۹۳۴ز کې د مصطفی کمال اتاترک د حکومت د محکمې د قرار پر اساس په موزیم بدل کړل شو او د کال ۱۹۳۵ز د فروري میاشتې پر لومړي تاریخ د سیلانیانو پر مخ خلاص شو.

د کال ۲۰۲۰ د جولای میاشتې پر لسم تاریخ د ترکیې محکمې هغه پرېکړه لغوه اعلان کړه چې آیا صوفیا جومات یې په موزیم بدل کړی و، دا یې یوه نامشروع پرېکړه وبلله او بېرته یې له موزیم څخه په جومات بدله او د لمونځ کوونکو پر مخ یې خلاصه کړه.

په دې توګه به د تاریخ په اوږدو کې په آیا صوفیا کې بېلا بېل داسې بدلونونه راغلي وي:
ایا صوفیا چې د یو یوناني ارتوډوکس عبادتځای په توګه جوړه شوې وه وروسته په روماني کاتولیک عبادتځای بدله شوه چې بیا بېرته په ارتوډوکس کلیسا بدله شوه او وروسته په جومات له جومات څخه په موزیم او له موزیم څخه په جومات بدله شوه. بفضل الله و کرمه.

د ایا صوفیا کلیسا په جومات بدلولو سره نه د محمد فاتح رحمه الله په وخت کې د قانون مخالف او نا مشروع و او نه د ترکیې د اوسني ولسمشر طیب اردوغان په وخت کې، ځکه اوسنیو قانونپوهانو چې یو له هغوی څخه دکتور احمد دی چې د ترکیې په مرمره پوهنتون کې د تاریخ استاذ دی ټولو تایید کړه چې هغه پریکړه چې د کمال اتاترک محکمې کړې وه او د ایا صوفیا جومات یې په موزیم بدل کړی و هیڅ قانوني او حقوقي مشروعیت نه لري او اوسنۍ پرېکړه چې ایا صوفیا یې په جومات بدله کړه هیڅ حقوقي ستونزه او مانع نه لري.

خو بیا هم ځینې خلګ د محمد فاتح رحمه الله د پریکړې اړوند ځینې پوښتنې او اشتباهات لري چې لاندې به یې په لنډه توګه را واخلو.

سوال: محمد فاتح رحمه الله ولې آیا صوفیا کلیسا پر خپل حال باندې نه پرېښودله لکه حضرت عمر فاروق رضی الله عنه چې د قیامت کلیسا پر خپل حال پرېښوده او مسجد یې نه کړ ځنې جوړ؟

ځواب: په هغه وخت او تر هغه وروسته پېر کې تر شریعت ورهاخوا په نړیوال نظامي قوانینو کې هغه سیمې چې په زور باندې فتح کړل شي له هغو سیمو سره توپیر لري چې په سوله او معاهده باندې فتح کړل شي:

الف: هغه سېمې او هیوادونه چې په زور سره فتح کړل شي نو د هغه وخت د نړیوال نظامي قوانینو (د شریعت تر قوانینو ور هاخوا) لمخې فتح شوې سیمې ټولې او هر څه د سوبمن ځواک مِلک او په لاس کې بلل کیږي که دې جګړه وبایلله نو هر څه دې وبایلل او که بریالی شوې نو هر څه دې وګټل چې هر څه په کوي په کولای یې شي لکه: اندلس چې تا د یو مسلمان په صفت وبایلی نو هر څه دې وبایلل او دوی چې په اندلس کې هر څه کوي هغه کولای شي (د هغه وخت د نړیوال نظامي قوانینو لمخې) که مساجد په کلیساوو بدلوي که یې سیزي لکه همداسې چې یې وکړل هم.

ب: هغه هیوادونه چې په سوله باندې فتح کړل شي د هغه هیوادونو ټول څېزونه او خاوره د همدې هیوادوالو حق دی او سوبمن (فاتح) ځواک به د معاهدې سره سم چلن کوي هیڅوک د قرار او معاهدې له متن څخه زیات شیان نه شي اخیستلای لکه: حضرت عمر فاروق رضی الله عنه چې قدس په سوله باندې فتح کړ او د معاهدې سره سم یې چلن وکړ او د قیامت کلیسا یې پر خپل حال پرېښوده ، د معاهدې په متن کې یوه ماده داسې وه چې: مسلمان ځواکونه به د قدس د هیوادوالو عبادتځایونو، شتمنیو او ځمکو ته لاس نه وروړي او همداسې به قدسیان عقیدوي او مذهبي ازادي لري.

محمد الفاتح رحمه الله له دې سره سره چې قسطنطنیه یې په زور سره ونېوله خو بیا یې هم د یو سوبمن په ډؤل د هغه وخت د نړیوالو نظامي قوانینو خلاف د قسطنطنیې خلګو ته مذهبي ازادي ورکړه او د هغوی شخصي شتمنیو او ملکیتونو ته یې لاس هم نه دی وروړی.
سوال: نو د فتحې په حالت کې د اسلام تسامح او نرمښت په کوم ځای کې دی؟

ځواب:
محمد فاتح له فتحې وروسته یوازې څلور کلیساوې چې له هغوی څخه یوه آیا صوفیا وه په جومات بدلې کړې، څوک بیا وایي چې ۱۷ کلیساوې یې مسجد ته واړولې(د دې یو بل لامل هم شته چې وروسته به یې بیان کړو) او خلګو ته یې مذهبي ازادي ورکړه،د هغوی شخصي شتمنۍ او ملکیتونه یې خوندې اعلان کړل، او د ښار د خلګو په خوښه یې د هغوی لپاره بطریرک ګینادوس چې قسطنطین شړلی و وټاکی او بطریرک ته یې فرمان صادر کړ چې ته په دې ښار کې پر خپل منصب باندې یې آن چې د وزیرانو رتبه یې ورکړه او دا ټول محمد فاتح له دې امله وکړل چې اسلام د سولې، مینې او نرمۍ دین دی ګنې د هغه وخت د نړیوال نظامي قانون لمخې محمد فاتح دا صلاحیت درلود چې د استنبول ټول عیسایي خلګ د خپل ځان مرییان وګرځوي، تولې کلیساوې په مسجدونو بدلې یا وسوځوي (لکه د اندلس په ښارونو کې چې عیسایانو وکړل )او د دوي شتمنۍ ضبط کړي خو دا چې اسلام د تسامح دین دی ځکه یې داسې ونه کول.

سوال:
د آیا صوفیا په مسجد بدلولو کره لامل څه و؟
ځواب:
له قسطنطینې څخه تر فتحې تقریبا ۳۰/ ۴۰ کاله مخکې د اقتصادي او معاشي ستونزو له امله ډېر خلګ کډوال شول، د دې لپاره چې تاسو د فتحې پر مهال د خلافت عثمانیة د نفوس او د قسطنطنیې د نفوس تر منځ ستر توپیر درک کړئ زه ستاسو پر وړاندې د دواړو لوریو د ځواکونو شمېر ږدم. د قسطنطنیې په جګړه کې د قسطنطین خپل پوځ ۷ زره و او ۴ زره شاوخوا پوځیان د دوی مرستې ته راغلي وو په داسې حال کې چې د محمد فاتح د پوځ شمېر ۲۵۰ زره و او له دې پرته یې نور جنګیالي په اناضول او نورو ولایتونو کې وو.
نو د دوی د پوځ له شمېر څخه تاسو د دوی د ټول نفوس اټکل کولای شئ!

نو دا چې عثمانيانو غوښتل چې دلې په قسطنطینیه کې پاته شي او د دوی شمیر د قسطنطنیې تر اوسیدونکو په زرګونه ځله زیات و، او دا چې تر فتحې مخکې لا همدلته سترې سترې کلیساوې د نفوس د کمښت له امله دغسې بې لمانځونکو پاته وې، او اوس چې عثمانیان دلته پاته کیدل نو یې مسجدونو ته اړتیا درلوده له همدې امله خو یې د خپل ضرورت پر بنسټ محدودې کلیساوې په مساجدو بدلې کړې.

که چیرې یې دا کار د اړتیا له مخې نه بلکې د تعصب او تعسیف له امله کړی وای نو بیا به یې ټولې کلیساوې په مسجدونو بدلې کړې وای، د دې خبرې دلیل چې کلیساوې د قسطنطنیې د عیسایانو تر اړتیا زیاتې وې دا دی چې: محمد فاتح رحمه الله وروسته ډېرې کلیساوې ارمني عیسایانو ته د عبادت لپاره او ځینې یې بیا یهودو ته د عبادت لپاره ورکړې.

آیا صوفیا تر ټولو ستره او پراخه کلیسا وه چې له امله یې د مسلمانانو اړتیا ښه پوره کوله ځکه خو یې مسجد کړ او په ایا صوفیا کې یې نه هیڅ شی لمنځه یووړ او نه یې هم کوم تخریب پکې وکړ.
او د ایا صوفیا د بدلون یو بل لامل دا دی چې: ایا صوفیا یوازې یو عبادتځای نه بلکې په بازنطیني واکمنۍ کې یې ستر سیاسي او رواني حیثیت درلود نو کله چې یې په مسجد واړوله دا په دې معنا ده چې فاتح پر خپل دښمن په سیاسي، رواني او معنوي ټولو ډګرونو کې بریا تر لاسه کړه.

اخځلیکونه:

ـ إسراء ګوزال أردوغان، آيا صوفيا في العهد البيزنطي، مجلة استنبول للعلوم الاجتماعية، العدد (1)، صيف 2012.
ـ إسماعيل قان ديمير، آيا صوفيا المعبد العظيم، إستانبول، 2004.
ـ سيد علي إسماعيل، آيا صوفيا … الكنيسة … المسجد … المتحف، مجلة تراث الإماراتية، عدد (132)، سبتمبر 2010.
ـ عبد السَّلام عبد العزيز فهمي، السُّلطان محمَّد الفاتح فاتح القسطنطينيَّة وقاهر الرُّوم، دار القلم، دمشق، الطَّبعة الرَّابعة، 1407هـ/1987م.
ـ عبد العزيز العمري، الفتوح الإِسلاميَّة عبر العصور، دار إِشبيلية، الرِّياض، الطَّبعة الأولى، 1418هـ/1997م.
ـ علي محمد الصلابي، الدولة العثمانية عوامل النهوض وأسباب السقوط، دار ابن كثير، دمشق، 2003، ط1.
ـ كلثوم انجي كايا، البروفيسور شيمشيرغيل، لا يوجد أي مانع من إعادة آيا صوفيا إلى مسجد، وكالة الأناضول الإخبارية، 10/6/2020، لاندینی لینک کلیک کړئ! https://bit.ly/38Qyle8
ـ قصة محمد الفاتح: دکتور راغب السرجاني .
ـ المماليك والعثمانيون.. أصلهم تاريخهم حضارتهم: دکتور محمد علي دبور.
ـ د دكتور أحمد رشاد بحث (مروءة الفاتح مع أهل القسطنطينية).
ـ السلطان الفاتح- فتح القسطنطينية:أوقاي تريقاي أوغلو
ـ فاتح القسطنطينية السلطان محمد الفاتح:دكتور علي الصلابي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x