روغتیا

په بریتانیا کې لومړی حیوان په کرونا ویروس اخته شوی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۸ زمری، ۱۳۹۹ل): د کرونا وبا په ۷ میاشتني تاریخ کې په لومړي وار په بریتانیا کې له انسانانو څخه حیواناتو ته دغه ویروس انتقال شوی چې په بریتانیا کې لومړۍ پېشو په کرونا اخته شوې ده.

د بریتانیا روغتیا پوهان او څیړونکي تایيدوي چې په څارویو کې د کرونا لومړۍ پېښه ثبت شوه، خو په وینا یې دا مطلب نه شو چې ویروس په کور کې له ساتونکو څارویو انسانانو ته خپور شوی.

دوی باوري دي چې یوه پېشو په داسې حال کې په کرونا اخته شوې چې د خپل ساتونکي څخه ورته ویروس انتقال شوی، خو اوس یې وضعیت روغ دی.

د روغتیا مسئوولین د صحت په برخه کې تاییدوي چې دا یوه نادره پېښه ده خو خلکو ته د تشویش وړ نه ده.

د وترنر ډاکټرانو مشره ډاکټره کریسټن میډلمیس وایي، «دا په حیواناتو کې تر اوسه د ویروس د انتقال یوه نادره پېښه ده، چې په حیوان کې د کرونا ځينې خفیفې نښې راڅرګندیږي او بیا د څو ورځو په جریان کې بیرته ښه کیږي».

هغه زیاتوي، «داسې کوم شواهد نشته چې ګواکې په کور کې د ساتونکو حیواناتو څخه ویروس انسانانو ته په مستقیم ډول انتقال شي، او په دې اړه دغه ډول قضیې موږ له نږدې څارو او د څارویو مالکانو ته د نویو لارښوونو خبر ورکوو».

په انګلستان کې د روغتیا ساتنې رئيس خلکو ته د حیواناتو سره د تماس نیولو وړاندې او وروسته د لاسونو په منظم ډول وینځلو سپارښتنه کوي.

د څارویو ویښتان کولی شي د یو څه مودې لپاره ویروس په خپل ځان پریږدي، دا هغه مهال چې څاروي د کرونا ناروغ سره اړیکه درلودلې وي.

په اروپایي، امریکایي او اسیایي یو شمېر هېوادونو کې د څارویو ترمنځ یو شمېر کرونا پېښې ثبت شوي دي، خو دا لومړی وار دی چې په بریتانیا کې پیشو کې هم په کرونا اخته کیږي.

په بریتانیا کې د کرونا ناروغانو شمېر ۳۰۱زرو ته رسیږي، دغه هېواد کې یاد ویروس نږدې کنترول شوی خو د ټولو مړو شمېر یې ۴۶ زرو ته رسیږي.

روغتیا پوهان وایي، که چیرې په کوچني حیواناتو کې د کرونا پېښه او یا هم نښې ثابتې شي باید په ځانته ځای کې ګوښه کړل شي، د هغوی سره هر ډول تماس پریښودل شي او د خپل ځان لپاره د نظافت سربېره د لاسونو پریمنځل اړین وګرځول شي.

په یو شمېر هېوادونو کې د کورنۍ غړي د حیواناتو سره نږدې اړیکې لري چې په دوی کې د کرونا خپریدو لامل ګرځي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close