ټکنالوژي

د کوالکوم شرکت نوی چټک چارجر چې یوازې ۵ دقیقو کې ۵۰ سلنه موبایل چارجوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۸ زمری، ۱۳۹۹ل): د کوالکوم شرکت د تیرې دوشنبې په ورځ د جولایي په ۲۷مه نېټه رسما د چټک چارجر (Quick Charge 5) وړاندې کولو اعلان وکړ، چې سل واټه سرعت لري او یوازې په ۵ دقیقو کې ۵۰ سلنه او په ۱۵ دقیقو کې بشپړ موبایل چارجوي.

کوالکوم شرکت په سرعت لرونکي چارجر کې داسې معیارونه کشف کړي چې له پخوانیو ډیر پرمختللي دي، دغه موبایل د ۱۰۰ واټه څخه د ډیر ظرفیت ملاتړ کوي چې له پخوانیو لس درجې زیات دی، دغه راز کارکردګي او موثریت یې له پخوانیو هغو ۷۰ سلنه لوړ دی.

شرکت تایید کړې چې په نوې ټکنالوژۍ سمبال چټک چارجر کولی شي د ۴۵۰۰ ملي امپیره mAh بیترۍ چې په ځيرک موبایلونو کې ستره بلل کیږي، له صفر څخه تر ۵۰ سلنې یوازې په ۵ دقیقو کې او بشپړ موبایل په ۱۵ دقیقو کې چارج کړي.

ددې سربېره د کوالکوم چټک چارجر د موبایل چټک چارجولو لپاره د ۳.۳ واټه او ۲۰ واټه د ټيټې کچې ولټاژ ته اړتیا لري، او داسې ځانګړتیاوې لري چې د زیاتې او کمې بريښنا سره مطابقت ولري.

د کوالکوم شرکت وایي چې ددوی لخوا چمتو شوی ځانګړی چارجر به د روان کال وروستۍ برخه کې د (سناپ ډراګون ۸۶۵ او سناپ ډراګون ۸۶۵ پلس) لرونکي راتلونکي وړاندې کېدونکي موبایلونو ملاتړ کوي.

ټاګونه
ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close