افغانستان

اشرف غني د میوند د ملالې په اړه پاروونکې څرګندونې کړي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۷ زمري، ۱۳۹۹ل): د میوند د تاریخي جګړې د اتلې پیغلې ملالۍ په اړه د کابل حکومت مشر اشرف غني پاروونکې وینا کړې.

نوموړي په ارګ په یوې غونډې ته ویلي چې د میوند ملالې ویلي وو چې که ځانونه قربان نه کړئ بیا خوله نه درکوم.

اشرف غني د سه شنبې په ورځ په ارګ کې د بیرغ د ورځې په مناسبت جوړو شوو مراسمو ته دا وینا وکړه، چې پکې د ولسمشرۍ مرستیالانو، د کابینې غړو، د امنیتي او دفاعي ارګانونو او بېلابېلو دولتي ادارو مسوولینو هم حضور درلود.

نوموړي په لومړي ځل د میوند ملالۍ ته هغه څه منسوب کړل چې په تاریخي مراجعو کې یې یادونه نه ده شوې. اشرف غني ادعا وکړه چې ملالۍ د میوند په جګړه کې د خولې نه ورکولو ګوتڅنډنه کړې وه. هغه ویلي:

«مه هیروئ چې ملالۍ په میوند کې دا بیرغ اوچت کړ او ویل یې چې ځان فدا کړئ، که نه سبا خوله نه درکوم».

د اشرف غني دا څرګندونې د افغان فعالانو د بېلابېلو غبرګونو لامل ګرځیدلي او د میوند د ملالې سپکاوی یې ګڼلي.

د خواله رسنۍ فعال عبدالحنان همت په دې اړه د ارګ د وضاحت غوښتنه کړې او لیکلي یې دي:
«دا عاجز زموږ له تاریخ او او زموږ له ارزښتونو سره سخت نابلده دی، ملالۍ چې زموږ له جهادي مفاخرو څخه ده، دهغې په حق دا ډول خبره کول چې یوه نامحرم ته خوله ورکوي له حده زیات سپکاوی دی. موږ دخپلو مفاخرو په حق کې دیوه مسؤل کس دا ډول سپکاوی په هیڅ صورت نه سو منلی، په دې اړه ارګ باید خپل وضاحت وړاندي کړي».

لیکوال او د سولې فعال ولي الله شاهین لیکي:
«تاته چا ويلي چي تاريخي شواهد وړاندي کړه ته له تاريخه ناخبره له کلتوره پردی يو غلام شخص يي ستايي د ملالي له ميړاني سره د ميرويس خان له کارنامو سره د احمدشاه بابا له تورو سره څه ته د شاه شجاع او کارمل غوندي يو مزدور يي او زر به ان شاء الله د تاريخ ګودال ته ولويږي د ميوندي ملالي نوم پدي بي نمازه خوله اصلا بايد ياد نشي».

لیکوال او شننونکی شفیع اعظم لیکي:
«…د دې خبرې مانا اوس څه ده؟ مفکر صاب! دا خو څه د لبنان او واشنګټن د نايټ کلپ پېغله نده بلکې د پښتني وطن مېوندي ملاله ده».

د ټولنیزو رسنیو یو بل فعال نصیب ځدراڼ وايي:
«د میوند ملالۍ خور په بې حرمتي باید اشرف غني له ټول ولس څخه بښنه وغواړي….. دا لوچک د افغانستان د ولسمشر په حیث خلک پیژني. د ملالې رحمها الله بې حرمتي یې کړي…»

لیکوال او شننونکي عنایت الله کاکړ د طنز په شکل د اشرف غني څرګندونې غندلي او لیکلي یې دي:
«ولسمشر غني: ملالۍ د میوندپه جګړه کې بیرغ واخیست اوخلکو ته یې ویل چې د دې بیرغ لپاره قرباني ورکړئ، کنه سبا خوله نه درکوم. هاشم لوګری: ټامیان ملالۍ ته هم د ارګ د فاحشې ګومان کوي چې په دهلیز کې به یې خلکو ته خوله ویته نیولې وي».

یاده دې وي چې پوره ۱۴۰ کاله وړاندې د ۱۸۸۰م د جولای په ۲۷مه ملالۍ د کندهار د میوند په دښته کې د محمد ایوب خان په مشرۍ له انګریزانو سره په تاریخي جګړه کې د زخمي سرتیرو درملنه کوله.

د جګړې په سختېدو سره افغان لښکرو خپله ماتې حتمي وبلله او د افغان لښکر بیرغچي ولګېد او په ځمکه ولوېد، چې ملالې د وخت ملي بیرغ (سور، سپین) اوچت او ناره یې کړه:

که په میوند کې شهید نه شوې ـ خدایږو لالیه بې ننګۍ ته دې ساتینه

د ملالې دې نارې د افغان ځواکونو جګړییز مورال داسې اوچت کړ چې دا تاریخي جګړه د انګریزانو په ماتې پای ته ورسېده.

په تاریخي روایاتو کې میوندۍ ملاله د خپلې حماسي ټپې له امله د یادې جګړې د اتلې په توګه یادیږي.

خو د ملالې په اړه د کابل حکومت د مشر اشرف غني وروستۍ څرګندونې په خپل ډول کې بې ساري دي، چې تراوسه یې ارګ په اړه سپیناوی نه دی خپور کړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مجاهد

د اشرف په ځای [ بی شرف ] او د غنی په ځای [ غویی ] ورته باید وویل شی یعنی [[[ بی شرف غلام غویی ]]] لمړی : د ملالی د سبیحلی نوم اخستلو د مخه یی باید اودس کړی وی او مرداره خوله یی څو ځلی په کریمو پریمنځلی وی هغه یوه خپلواکی او مجاهده پشتنه میرمن او غلام بی شرف غویی د ۵۰ لونډانو فاحشه ده . دوهم: زه نه پوهیږم چه غلام غنی ته چا د متفکر نوم ورکړی یا به یی متفکر د توهین له مخی ورته ویلی وی . دی دومره احمق بشر دی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x