نظــر

ایا صوفیا؛ او له دنیا سره راغلی اردوګان!

استاد محمد زمان مزمل

اسلامي نړۍ یو مهال مسلمان رهبران درلودل خو د تنظیمونو په سطحه یو نیم پکې داسې هم وه چې په شخصي توجه د مسلمانانو خدمت او اتحاد ته له خپل فطرته ورمخکې شول لکه شهید فیصل او مهاتیر محمد.

ولې یو وخت داسې راغی چې همدغه د تنظیمو مشرانو په ځینو هېوادو کې د حکومت په ګدۍ کېناستل دا کار په سوډان کې وشو، په ایران کې وشو او په افغانستان کې وشو او وروستی په ترکیه کې.

د سوډان تجربه نه ډیره ناکامه وه او نه کامیابه ولې د ایران او افغانستان تجربه په فزیکي لحاظ د څه مرحلې لپاره دواړه کامیابې تجربې وې د بده مرغه چې افغاني تجربه د مجاهد او طالب په مرحلو کې د خپلو حریفانو سره اخته شول او ددغو تجربو نه د ملت په ځولۍ کې هیڅ خیر ونه ولید ایله دومره وشول چې په شکلي لحاظ یې شوروي وایست ولې په بدتر شکل یې امریکا راوستله.

د ایران تجربه د شیعه ایران لپاره په ظاهره ښه تجربه وه ولې د متعصبو شیعګانو تسلط ایران پکې په سیمه کې هغه د مغلو د دوران په شان د یو مزاحم ایران په خوا روان کړ د ایران تجربه په همدې لحاظ د افغانستان نه هم ناکامه تجربه وه.
یواځینۍ تجربه چې تر اوسه پرې ایمان او عقل خاوندان حساب کوي هغه د اردوګان اسلامي تجربه ده.

د اردوګان په تجربه کې تر ټولو قوي فکتور همدا دی چې هغه په یو بېګانه ماحول کې او د اسلام نه په یوه بېګانه ترکیه کې د خپل او بېګانه سره بلکې د دنیا سره په یو سیاسي ګذاره کې روانه تجربه ده.

اردوګان د همدې قوي فکتور له مخې چې پارونکی سیاست نه لري له دنیا سره ګډ را روان دی او توجه یې د خپلې ترکیي ناسمو او د بېګانه سیستمونو په تدریج بدلونې ته وه.

دې سیاست اردوګان او ترکیه د دنیا په شلو او بیا په لسو مطرحو هېوادونو په قطار کې ودراوه ولې متأسفانه اردوګان په ترکیه او سیمه کې څه عکس العملي دریځونه ونیول چې دنیا دغه مخکښ سیاستمدار ته متوجه شوه:
اول: د ترکیي د کودتاچیانو په ځپلو کې د مناسب حد نه افراط ته ولاړ.

دویم: همداسې هغه په عربي سیمه کې په ځینو مواردو کې تر حد زیات عکس العملي شو مخکې له دې چې د عربانو په داخل کې ځانته یو ملګری ټیم پیدا کړي له ډیرو عربانو سره په ټکر کې ولوید بیا هم د عربي مشرانو ناکامو تدبیرو ښاغلي اردوګان ته په سوریه ،لیبیا او په ټوله عربي سیمه کې آن د فلسطین په قضیه کې هغه مناسب چانس ورکړ چې اردوګان پکې لا اوس هم یوه متحرکه ترکیه په لاس کې لري.

دریم او ورستی: دا چې په تېره هفته کې اردوګان ایاصوفیا بیا پر مسجد بدله کړه او خپله یې په قرأت افتتاح کړ دا پکې هغه قدم وه چې د دنیا سره روان اردوګان یې د دنیا په مخالف قطب کې واقع کړ په دومره لوی خطر دغسې یو قدم اخستل د راتلونکي قوي ترکیي د پرمختګ مخه نیسي او اردوګان د یوې جذباتي فتحې پرته پکې د خپلو لویو اجنډاو په اړه چې په دنیا کې د یو مخکښ مسلمان ځواکمن هېواد ایجاد وه پدې اړه نه دا چې دا به ورسره مرسته ونکړي بلکې دا به یې له خپلو اجنډاو نه په بل څه مصروف کړي.

فلسطین چې د مسلمانانو قبله ده هره ورځ اسرائیل پکې د اسلامي مقدساتو ضد یوه نخره کوي چې دغه دریمه  قبله په څو څو واره ددغې ایاصوفيا نه زیات اهمیت لري او پدې اړه ژوندی دریځ کولای شي چې په عربي سیمه کې د اردوګان لپاره د کردار او مخکې تګ دهلیز خلاص کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حبیب الله

نه
دا به د اسرائیلو لپاره لار هواره کړ‎ی څی له بیتُ لمقدس نه د یهودانو سنیگاگ جوړ‎ کړ‎ی او دلیل به یی همدا د آیا صوفیا نه د جومات جوړ‎ول وی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x