نظــر

څوک باید څه له لاسه ورکړي؟

پوهاند محمد اسماعيل يون

که سړیتوب او انسانیت معیار وای ، نو بیا خو به نه دا بحران او ناورین رامنځته کېده او نه به دا جګړه او غمیزه. څرنګه چې سیاستوالو سره ځان غوښتنه او واک غوښتنه مطرح ده ، نو ځکه خو دا غمیزه ورځ تر بلې غځېږي. د روانې غمیزې وروستي علني لوبغاړي اوسمهال د ډاکتر اشرف غني په مشرۍ اسلامي حمهوریت او د ملا هیبت الله په مشرۍ اسلامي امارت دي، دواړه لوري یو پر بل د پردیپالنې تورونه پورې کوي ، یو لوری د ولسواکۍ او بل لوری د اسلامواکۍ توغونه توغوي.

حقیقت خو دا دی چې د هر لوري په وړو کې ښې ډېرې شګې شته ، خو اوس د تور او سپین معلومول ډېر وخت غواړي او اسانه کار هم نه دی. دلته د دوی پر بهرنیو ملاتړو بحث خبره اوږدوي ، خو دا دوه غټ لوري باید د اوسمهال د ترخو او نا عادلانه واقعیتونو په توګه ومنل شي. همدې لورو د ولس ژوند تریخ کړی او د غمیزې د غځونې سبب شويدي. اوس د حکومت لوری وايي چې طالب لوری دې لومړی اوربند وکړي او بیا وروسته ورسره د سولې خبرې کوو.

له دې کار څخه د غني هدف دا دی چې طالب اوربند وکړي ، نو  د ده تر مشرۍ لاندې همدا حکومت به په همدې شکل او ان تر دې هم په زیاتې سرتمبګۍ دوام کوي او بل چې طالبان ان لنډمهالی اوربند هم وکړي ، نو کېدی شي د هغوی د لیکو ، جذبې او جبهې د کمزورۍ سبب شي ، نو طالب مشران هېڅکله داسې بایلونکي حالت ته حاضر نه دي او نه یې بهرني ملاتړي داسې یو حالت غواړي.

اوس حکومت د دفاع او طالب د تعرض په حالت کې دی ، که طالب تعرض و نه کړي ، دا کار حکومتي  چارواکو ته یو غټ امتیاز دی ، خو په مقابل کې بیا حکومتي چارواکي طالبانو ته څه ډول انډولیز امتیاز ورکوي؟

له بلې خوا که طالب همداسې جګړې او د غني حکومت همداسې د خپل واک غځولو ته دوام ورکړي ، نه یوازې دا چې دا حالت زموږ د زرګونو هېوادوالو د شهادت او د هېواد د ورانۍ سبب ګرځي ، بلکې دا احتمال هم شته چې دا حالت د ټول نظام د پاشنې  تر بریده هم ورسېږي او یو ځل بیا د اویایمو کلونو سناریو تکرار شي.

زموږ شریر ګاونډیان تیار همداسې یو حالت ته منتظر دي، چې طالبان د مجاهدینو او هېواد د هغوی د رقابتونو د وخت په شان ، پر یو برخلیک اخته کړي ، نو ایا کومه داسې منځنۍ حل لاره هم شته او کنه چې هم د نظام اډانه روغه پاتې شي او هم سوله ټینګه شي؟ د هېواد د ژغورنې اساسي لاره همدا ده چې هم نظام خوندي شي او هم سوله راشي ، دا داسې هیلې او ضرورتونه دي چې د یو بل متمم دي ، نه د یو بل مخالف او هېڅکله باید دیو بل پر ضد و نه کارول شي. نو اوس ښه لاره همدا ده چې له یوې خوا پر طالبانو فشار راوړل شي ، چې د نطام د فزیکې اډانې د بقا تضمین وکړي ، دا کار تر ټولو دمخه د سراسري اوربند په ټینګښت سره تر سره کېدلای شي.

له بلې خوا غني او ټامي ټیم او ورسره راټاله  لنډغر او نور مفسېدین ، چې اوس د حکومت په اډانه کې د حکومت  په نامه مطرح دي ، د ولسي فشار له امله دې اړ کړای شي ، چې د چارو واګې پرېږدي ، دواړه لوري دې د یو ټاکلي وخت لپاره د چارو واګې ناپېیلو او ثالثو افغانانو ته وسپاري ، هغوی دې د عادلانه ټاکنو لپاره لاره اواره کړي ، راتلونکو هېڅ ډول ټاکنو کې دې ځان نه کاندیدوي، بیا به  وګورو چې ټامي مفکرات ټاکنې ګټي او  که د جنت په مینه مست طالبان حضرات او یا هم ملتپال او هېوادپال افغانان؟

د دې درېیمې لارې په تعقیب او تحقق سره به حکومت  له غلو او مفسېدینو  او نظام به له پاشلو وژغورل شي او د دایمي سولې ټینګښت ته به هم لاره اواره شي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close