نظــر

افغانستان؛ د وړو اجنډاګانو لرونکو مشرانو په ګرفت کې!

استاد محمد زمان مزمل

د چوپ زمانې زړه تنګو ته د ظاهر خان دیموکراسۍ د خبرو، ډلو، غونډو او د سیاسي تَکتٌل ابتدایې چانس ورکړ، که څه هم د ځېنو مشرانو او ډلو شعارونه پکې لوی او تر خپل عقل او خولو څو برابره لوی او خیالي وه ولې د دیموکراسۍ د مهال ډلې د خپلو اجنډاګانو له مخې له پیله د خپلې بې تجربګۍ نه د اشتباو په  موړونو کې تکرار تقسیم شول.

سېکولر پکې د یو ملي چوکاټ د جوړیدو مخکې د چین، شوروي او غرب ملګریو او سفارتي تماسونو پخپلو کې تقسیم کړل او بیا د غلچکۍ کودتاه وروسته د شوروي اتحاد د اول نمبر او دویم نمبر دوستان جنجال هغوی په خپلو کې داسې اخته کړل چې دوه لویو مشرانو یې پکې خپل سرونه وخوړل، مذهبي ډلې مخکې له دې چې د یوه لوی افغانستان لپاره د یوه ژغورونکي صف ضرورت درک کړي پخپلو کې اول په سنتي او نهضتي خیالي ارزښتونو تقسیم شول او وروسته چې د ډلو او نظام سره په شخړه واوختل د محنث او کړاو پړاو د مسائلو په درک او اوضاع د کابو کولو نېمګړو ارزښتونو پخپلو په دوو ډلو او بیا د شوروي د اشغال د نښانو په برسیره کېدو هغوی په څلورو پنځوو ډلو تقسیم شول.

څه محدوده مرحله د جنګ اولیتونو او د اشغال پر ضد د ملي حاکمیت په ځای کولو ډَولي شعارونو دغه ټول د شوروي پر ضد جګړه کې په یوه ویاړمنه سیالۍ کې سره وغورځول او دا د تېرې دیموکراسۍ او د تېرو جګړو په دننه کې هغه فوق العاده او دٌردانه تحول وه او په همدې موخه د مؤقت وخت لپاره هر چا خپل مشر تر احمد شاه بابا او میرویس نیکه پنځه او شپږ درجې پورته ګاڼه.

ولې کله چې ډاګټر نجیب د ملي مصالحې اعلان وکړ او د ارګ د تشېدونکي چوکۍ د هوا او هوس وږمه په غلچکي ډول د پېښور د تنظیمي دفترو په جوار ورپېښه شوه د احمدشاه بابا له درجو پورته محترم مشران په دغه امتحان کې د بده مرغه ټول او یا زیات یې یو طرفه ناکام شول او د هماغه مهاله او د کابل د تکرار سقوطونو کومیډي موړو کې زموږ عزیزان ددې په ځای چې پخپلو نېمګړو دریځونو تجدید نظر وکړي او د ملت د ژغورلو لپاره د یوې لویې اجنډا په انتخاب پخپلو کې اتحاد او یا کم له کمه سیاسي ائتلاف وکړي هغوی مکررً تقسیم او اخته شول چې دې بدغوني او مخ په ښکته روان تحول زموږ د مشرانو ګټلی وجهت له چلنج سره مخامخ کړ او هغوی تر پایه په داسې یوه ملي اجنډا راټول نه شول چې په ملت کې خپل بایللی باور بیرته تر لاسه کړي او نن موږ ددغو وړو اجنډاګانو لرونکو مشرانو په ټیټو دریځو او یا چوپو خولو سیاست کې چې علی الاقل د پاکستان له خوا د فایر شوو میزایلو ځواب ووایې ملت پکې د یو برتر دریځ او قوي اجنډا جهت نه ویني چې ملت د هغه تر شا په یوه ارجهیت او اولویت ودریږي.

زموږ د تېر څلویښت کلن سیاسي ژوند لویه ستونزه د زعامتونو په وړو او غیر ملي اجنډاګانو کې ده نن یې اخرنۍ بدنامي تاسې د(۶۰۰) شپږ سوه بندیانو د خلاصولو او نه خلاصولو په جنجالي قضیه کې وینئ چې طالب او ارګ په ګډه ددغو ژوندیو بندیانو د مشکل په ناندریو کې د هغوی د شمیر درې برابره مظلوم او بېګناه افغانان ووژل که ارګ یې وژني خو د فتوا له مداره لا وختي وتلی دی د طالب زٰړه فتوا چې د امریکا په موافقه نوره له کاره لویږي هغه یې په کومه فتوا وژني.

امریکا پوهیږي چې هغه ددغسې راسته او چپه روانو افغانانو په اختلاف کې د سپتمبر یوولسمې لویې جګړې هر څه بایلودل د همدې ځایه په قوي احتمال د شوروي په تعقیب هغه خپلې پښې پخپل وخت سپکوي.

موږ به هله د خپل هېواد لپاره یوه ملي دریځ ته ځو چې یا خو د یو باایمانه زعیم لخوا یوه لویه اجنډا دغه ملت راټول کړي او یا خو د یوې لویې اجنډا په دننه ملت په میدان کې د وړو اجنډاګانو  رهبران له صحنې وباسي.

په راتلونکو شپږ میاشتو کې به موږ ترخه تحولات موږ ټول د یوه رښتینې زعیم د تشې دوه باجه ورکوو یا به د یوې لویې اجنډا د زعیم په راټوکیدو هغه ملت پر ځان ټول کړي، معلومه نده چې دا زعیم به په طالب کې وي او یا به یې طالب وټاکي او دویم باج دا چې ملت به له ناچارۍ د هغه تمرد پر خوا ځي چې موږ به پکې د تېر څلویښت کلن ډیر عزیز مشران د اخر ځل لپاره د لاسه ورکړو او بیا هم پکې معلومه نده چې لامبوزن ګاونډیان به ددې پړاو په خړو اوبو کې څومره نور ماهیان ونیسي.

اوس به ټول پوه شوي وي چې د احمدشاه بابا د امپراتورۍ پنځمه پاتې برخه افغانستان سمبالول څومره ګران وه چې یو درجن مشران پکې ناکام شول د هاغو مشرانو ځای ډکول او یایې پر سینه د لاس ټپول همدغسې بد عواقب لري.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close