ستاسو نظرنظــر

د سولې لیوني مخالفین؛ او د جوبایډن د صفر مسؤلیت دالان جارو کول!

استاد محمد زمان مزمل

که څوک د مایاروف کتاب ولولي د شوروي د اشغال میزبانو افغانانو په اړه د مایاروف ډیری پېغورونه همداسې ترخه دي همداسې که څوک د ګرومیکو خاطرات ولولي هغه تر دې هم یعنې چې ترخه دي.

همداسې پرونۍ تبصره چې د جوبایډن د خولې نه د امریکا د اشغال میزبانو افغانانو په هکله په ډیره ترخه لهجه جوبایډن کړې خدای شته چې د لوستلو نه یې دومره لاس او لستوڼی شوم چې د سمنګانو ترخه او بې سوچه قومنداني عملیات مې له یاده ووتل ولې به نه کېدم اخر د امریکا د انتخاباتو صراف ته لاس نیونکي افغانانو لپې په بې عزتۍ پر سینه ښکته شوې.

ماته د پردیو تحولاتو باندې د ځېنو افغانانو د کچکول پانګونې د تریخ تهذیب په اړه د هغه لیوني کیسه رایاده شوه چې په کلي کې د یوه ځوان د واده په ورځ یې د خپل کور مخه او د خپل کور دالان جارو کاوه.

د کوڅې یو پیژاند سړي ورته وویل:
دالان د څه لپاره جارو کوې او د کور مخه؟
لیوني وویل: ته دا ډٌول او دریاګان نه اورئ؟
هغه پیژاند وویل: ناوې خو د بل چا کره وړي؟

لیوني په مسخره امیدوارۍ وویل:
که فرضاً غلط شي، زما کور ته یې راوړي ما خو به یو هوښیار کار کړی وي د کور مخه او دالان خو به مې ورته لا په ځای جارو کړی وي.

امریکا او شوروي او آن دغه پاکستان او ایران د چا د تورو او شنو سترګو په خاطر په پردیو ملکونو کې مداخله نکوي.

خلک په یوویشتمه پیړۍ کې دي اشغالګران او مداخلګر خپلو ګټو لیوني کړي چې د ګټې خبر پکې ورکه شي جوبایډن او لورل مېلر د ټرمپ سره د سیاست هیڅ توپیر نلري هغوی خو د کابل د ارګ مشران ندي چې یو پکې اشرف غني شي او بل پکې عبدالله عبدالله.

د تور قسمت له بخته د سردار داود خان وروسته د افغانستان سیاسي دهلیز د کلیوالو جګړه مارو په لاس کې دی او پخپلو کې لاس په لاس کوي هم، نه لومړیو جګړمارو پکې ملت ته عزت وګاټه او ځانته نوم او نه به یې دغه د مسخره دیموکراسۍ د دوران جکړمار مشران چې نن له اروپا نه راغلي او استخدام شوي پخپل راتګ شرمیږي، د ارګ کرایې پروپاګندچیان پخپلو خولو خاورې موږي چې څوک یې په پیدا کولو کې د خبرو نښانې او علامې پیدا نکړي.

د ګردي میز ټیټ مبصرین چې یو نیم پکې خپل ږیرور حریف ګواښي چې ګویا دوی د سیاست د میدان خلک دي او دا نسل د دنیا سره ګډ راغلی.

بیا دې هم جوبایډن ژوندی وي چې ددغو ټیټو مبصرینو د خولو او خبرو صفر قیمت یې لکه د خپل صفر مسؤلیت برابر وښوده.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close