ټولنیزه برخه

حسد او حرص څومره خطرناك دي؟

مولوي محمدرضاء رحماني

حسد او حرص دوه ډېر خطرناک روحاني مرضونه دي ، راځئ تر پایه راسره مله شۍ، تاسو به داهم ولولئ چې شیطان علیه اللعنة ددې دواړو مرضونو په حقله څه وایي او څه تر سره کوي.

د نوح علیه السلام کښتۍ چې کله تیاره شوه نو خپل أمتیان او له هرشي څخه یوه یوه جوړه یې له ځان سره په کښتۍ کې کېنول.

دغه وخت د خلکو په کښتۍ کې پر یو سپېنګیری سړي نظر پرېوت ، هیڅ چا یې په أړه معلومات نه درلودل ، ده خپله جوړه هم نه درلودله ، خلک پرې شکمن شول ویې نېوه ، نوح علیه السلام ته یې راوست، خلکو له نوح علیه السلام څخه وپوښتل چې دا سړی څوک دی؟

نوح علیه السلام له سپېنګیري وپوښتل ته څوک یې؟ هغه وویل چې زه شیطان یم ، ددې خبرې په آورېدو نوح علیه السلام وویل ښه ته دومره چالاک یې چې دلته هم راغلې؟ شیطان وویل چې زما څخه خطائي وشوه اوس مې معاف کړه.

نوح علیه السلام ورته وویل: تر هغې دې نه پرېږدم ، هغه شئ او چل چې په هغه سره خلکو ته ترټول زیات نقصان رسوې راته په ګوته نکړې! شیطان وویل زه به رېښتیا درته ووایم خو په دې شرط چې تاسو هم د پرېښودو وعده راکړۍ!

نوح علیه السلام د پرېښدو وعده ور سره وکړه ، شیطان وویل! هغه څه چې زه انسان ته تر ټول زیات نقصان پرې رسووم ۱ حسد ۲ حرص دي .
بیا یې وویل چې حسد یو داسې شئ دی چې زه پخپله د هغه په وجه هلاک او برباد شوم.
او حرص هغه شئ دی چې دده په وجه آدم علیه السلام د جنت څخه ځمکې ته را ښکته کړل شو ، نو ځکه زه هم ددې دواړو په واسطه انسان ته زیات نقصان رسووم.

یقینا دا یو روڼ حقیقت دی چې دا دواړه دومره خطرناک مرضونه دي چې دټولو مرضونو بنیاد دی ، نن صبا چې په هره جامعه کې څومره تاوتریخوالی دی یا د حسد په وجه او یا هم د حرص په وجه راغلی ، د حسدګر په زړه کې د ننه اور بلیږي سوځي بل څوک په ښه حالت نه شي لېدلای، او حارص هم شپه او ورځ ښه او بد نه پېژني.

اللهم احفظنا منهما بحفظك العظيم يارب العالمين

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غ.حضرت

سلامونه ډېر تلوار می دی چی د خپلی څرګندونی لومړۍ کرښه می دا وی: ” امام غزالی په دې عقیده ؤ چی د ټولنی د اقشارو له منځه تر ټولو زیاته د مُلایانو او دینی علماوو ډله د حسد په شرّ ککړه ده “. حسادت یوازنی غیر حیوانی صفت دی چی د ځینو انسانانو چوټه ئې همیشه ور لنده کړېده. بېله انبیاء علیهم السلام او اولیاء بل هیڅ بنی آدم د ” حسادت ” له شرّ څخه په امان نه دی منتهی د حسد د قوت کچه فرق لری په ځینو انسانانو کی ټیټه او په ځینو کی جګه ده.… نور لوستل »

غوربندي

ع. حضرت صاحب باد له ډېر وخته سلامونه دې راورسېدل، مننه،، په دې توګه وعليکم السلام وايم د لوی اختر مبارکي درته وايم، قرباني، طاعات و عبادات مو قبول شه،،، آمين ستاسو په تبصره دوه نيوکې لرم لومړی: د اصحابو کرامو رضی الله عنهم اجمعين اختلافاتو يا اجتهادي عملکرد ته حسودانه کړنې ويل ګستاخي او زمونږ له سويې لوړه خبره ده. دوهم: حسد احمقانه کړنه نه بلکه يوه شيطاني غريضه ده،، لکه شهوت، شهرت، قدرت، حرص،، ځانغوښتنه، غرور او داسې نور چې د انسان په وجود کې شتون لري،، او که کنترول نه شي نو انسان د انسان تر څرمنې… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx