افغانستان

طالبانو داځل په لوګر او بغلان کې ۲۸ تنه دولتي عسکر له خپلو زندانونو آزاد کړي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۹ زمري، ۱۳۹۹ل): د طالبانو لخوا د دولتي بندیانو د خلاصون په سلسله کې تیره ورځ په لوګر او بغلان ولایتونو کې ۲۸ تنه دولتي عسکر او پولیس د طالبانو لخوا خوشې شوي دي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین تیره ورځ(چهارشنبه، ۸ زمري) د یو لړ ټویټونو په کولو سره ویلي چې په لوګر او بغلان ولایتونو کې یې ۲۸ تنه دولتي عسکر له خپلو زندانونو آزاد او د مرستې له ورکولو وروسته یې خپلو خپلو کورنیو ته استولي دي.

شاهین دغه راز ویلي، چې د «امیر المؤمنین» د شفقت او ښه نیت له مخې به د لوی اختر تر ورځې پورې د ۱۰۰۰ تنو خلاصېدونکو دولتي عسکرو د خلاصون لړۍ بشپړه کړي.

نوموړي له خپل مقابل لوري «امریکا متحدو ایالتونو»څخه هم غوښتنه کړې چې د لوی اختر تر ورځې د دوحې تړون مطابق د ۵۰۰۰ طالب بندیانو د خلاصون پروسه بشپړه کړي، ترڅو له اختر وروسته بین الافغاني مذاکرات پیل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x