
کرزی: طالبان او حکومت دې د بندیانو په خوشي کولو د سولې په برخه کې کړې ژمني عملي کړي
نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۸ زمري، ۱۳۹۹ل):د کابل حکومت پخوانی مشر «حامدکرزی» وایي، دواړه لوري دې د بندیانو په خوشي کولو سره هغه ژمنې پوره کړې چې سولې ته د رسېدو په برخه کې يې کړي.
کرزي دغه څرګندونې د طالبانو او د هغه په تعقیب د حکومت له لوري د اوربند د اعلانونو په غبرګون کې کړي.
نوموړي د اختر په مناسبت له شوي اوربند هرکلی کړی او د بین الافغاني مذاکراتو د پيلېدو په برخه کې يې مثبت او اغېزناک ګام یاد کړی.
کرزي هیله کړې، چې دواړه لوري تر اختر وروسته هم اوربند وغځوي، د یو بل په وړاندې نظامي عملیات ودروي او د بندیانو په خوشې کولو سره، د خبرو او تفاهم له لارې سولې ته د رسېدو لپاره خپلې ژمنې عملي کړي.
د کرزي له لوري د بندیانو د خوشي کولو غوښتنه داسې مهال ده، چې طالبانو د اختر په مناسبت درې ورځنۍ اوربند اعلان کړی او مشر يې «شیخ هبة الله اخند» له ټولو داخلي جهتونو غوښتي، چې د بین الافغاني مذاکراتو په لاره کې پراته خنډونه لرې او د لنډ مهاله ګټو په ځای د هیواد علیاء مصالحو ته ترجیح ورکړي.