افغانستانسولې اړوند خبرونه

طالبان: د ښه نیت له مخې تر اختر پورې د زر تنه دولتي بندیانو د خلاصون پروسه بشپړوو

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۸ زمري، ۱۳۹۹ل): طالبان وایي، د ښه نیت له مخې د زر تنه دولتي بندیانو د خلاصون لړۍ بشپړوي او له «مقابل لوري» هم هیله لري، چې د پنځه زره بندیانو د خلاصون پروسه تمامه او د افغانانو خپلمنځي مذاکراتو ته لاره هواره کړي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند «سهیل شاهین» په دې اړه پر خپل ټویټر لیکلي «اسلامي امارت به د امیرالمؤمنین د شفقت له مخې او د ښه نیت ښودلو په منظور د اختر تر ورځې پورې د کابل ادارې پاته بندیان هم خلاص کړي چې په دې سره به د ۱۰۰۰ تنو بندیانو خلاصون بشپړشي.»

شاهین زیاته کړې، چې مقابل لوری دې هم د دوحې د تړون په اساس له لست سره سم د پنځه زره طالب بندیانو د خلاصون پروسه بشپړه کړي تر څو له اختر وروسته بین الافغاني مذاکراتو ته لاره هواره شي.

طالبان داسې مهال بین الافغاني مذاکراتو ته د لارې هوارولو په خاطر د زر تنه دولتي بندیانو  د خلاصون د لړۍ د بشپړولو اقدام کوي،چې حکومت هم د طالب بندیانو د خلاصون په پروسه کې له اوږدو مودې خنډونو جوړولو وروسته تازه د هغو شپږ سوه بندیانو په خلاصون پیل کړی، چې تر دې وړاندې يې له خلاصولو انکار کړی و.

په ورته وخت کې طالبانو د اختر په مناسبت درې ورځنی اوربند هم اعلان کړی، چې د بېلابېلو جهتونو له تاوده هرکلي سره مخ شوی او د سولې په پروسه کې یو مهم او اغېزناک ګام بل شوی.

د طالبانو مشر «شیخ هبة الله اخندزاده» هم په خپل اختریز پيغام کې پر داخلي جهتونو غږ کړی، چې د بین الافغاني مذاکراتو په لاره کې پراته خنډونه دې له منځه یوسي او د لنډ مهاله ګټو په ځای دې د هیواد علیاء مصالحو ته ترجیح ورکړي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close