افغانستانورزش

بې وسه غني؛ او له پنجشیریانو د کرام الدین کریم د شړلو غوښتنه، یو بل شرم

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۸ زمری، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت مشر اشرف غني د سه شنبې په ورځ د مصالحې شورا له مشر عبدالله عبدالله او پنجشیریانو غوښتي تر څو د افغانستان فوټبال فدراسیون پخوانی په اخلاقي فساد تورن مشر کرام الدین کریم له دغه ولایته وشړي.

اشرف غني دا غوښتنه په داسې حال کې کوي چې ځان د ټول هېواد ولسمشر ګڼي، خو له تېرو دوه کلونو راهیسې یې پر اخلاقي فساد او جنسي تیريو تورن د فوټبال فدراسیون مشر قضیه چې د سپورت نړیوال قضایي ارګان او د هېواد لویې څارنوالۍ لخوا پرې بندیزونه هم لګېدلي عملي نشوه کړای.

اشرف غني په کابل کې د لوړ پوړو چارواکو په یوه ناسته کې وویل، زه به هر هغه چارواکی له دندې ګوښه کړم چې په اداري فساد او له واک څخه په ناوړه ګټه اخیستنه کې ښکیل دي. هغه زیاته کړه، زه د پنجشیر پر خلکو او پر ډاکټر عبد الله غږ کوم چې کرام الدین له ولایته وشړي او یا له امنیتي ځواکونو سره مرسته وکړي چې قانون پلي کړي.

هغه زیاتوي، ځینې مهمې قضیې لکه د کرام الدین کریم او په واشنګټن کې د افغان سفارت دیوال په اړه به جدي اقدام وکړي.

اشرف غني دا ادعا داسې مهال کوي چې د هېواد په نږدې ټولو چارو کې ښکاره فساد کیږي، خو تر اوسه داسې ثبوت او شواهد نه موندل کیږي چې کوم چارواکی دې د فساد په تور څارنوالۍ ته معرفي شوی وي.

د فوټبال نړیوال فدراسیون دوه اونۍ وړاندې د سپورت نړیوال قضايي ارګان هغه پریکړه چې کرام الدین کریم به د عمري بندیز سره مخ وي او یو ملیون ډالر جریمه ورکوي، تایید کړه.

پر کرام الدین کریم تور دی چې له ۲۰۱۳م څخه تر ۲۰۱۸م کال پورې یې پر ښځینه کم عمره فوټبال لوبغاړو څو څو واره جنسي تیری کړی دی.

بل لوري ته د اشرف غني بې وسي او د پنجشیر له خلکو غوښتنې یې په خلکو کې غوصه راپارولې او یو شمېر چارواکو او وکیلانو یې په اړه غبرګونونه ښودلي دي.

ځینې حقوق غوښتونکي وایي چې اشرف غني مسئوولیت لري استخباراتي ادارې او قضایه قوې ته امر وکړي چې د ناسمو کارونو په تور کسان ونیسي او محکمې ته یې کش کړي.

د مصالحې شورا د مشر عبدالله عبدالله ویاند فریدون خوزون وایي، «موږ د افغانستان پر ولسمشر غږ کوو چې د فساد ټولې قضیې وڅيړي او د خزانې غلو سره قانوني چلند وکړي، په دې لړ کې د عدالت قضیو سیاسي کولو ته اړتیا نشته».

د سیاسي چارو کارپوه یونس فکور وایي، «زه فکر کوم چې حکومت په سیاسي او نظامي لحاظ په خپله خاوره حاکمیت له لاسه ورکړی دی».

دغه راز یو شمېر وکیلان زیاتوي چې له عبدالله او پنجشیریانو د اشرف غني غوښتنه د قانون په پلي کولو کې د حکومت بشپړه ناکامي ښيي، پر ځای ددې غوښتنې باید حکومتي ادارو او قانون عملي کولو ادارو ته د قضیو پلي کولو امر وکړي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
,mujahid

اخلاقی فساد !!!!!!!!!!!!!!! څه ته وایی ، غنی که یی تعریفولی شی !!!!!!!!!!!! لمړی : لمړی بایدکرزی، غنی او بیا یی غلام ټیمونه د فساد په تور څو ځلی غرغره او د نجیب په شان د ښار په دروازو کی وځړول شی چه د غلامی مقام او څو ډالرو د پاره یی امریکایان او اروپایان له ځانو سره راوستل زمونږ خلک، خاوره، خپلواکی ڼاموس او ټول مقدسات یی پری وپلورل . دوهم: به ځانګړی ډول غلام غنی چه اشغلګرو ته قضایی مصونیت ورکړو اشغلګر عسکر چه د دوی په کورو ساتنه او څارنه لری څه چه یی د دوی کورو… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close