ورزش

کرکټ بورډ؛ په واسطو ګمارل شوي لسګونه کارکوونکي مو ګوښه کړي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۸ زمري، ۱۳۹۹ل): د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې ددغې ادارې یو شمېر هغه کارکوونکي چې د واسطې یا د اړیکو پر بنسټ ګمارل شوي وو له دندې ګوښه کړل شول.

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي مشر فرحان یوسفزي نن د چهارشنبې په ورځ کابل کې یوې مهمې خبري غونډې ته وویل، «ډير ژر به ددې ادارې لپاره نوی اجرائیه مشر وړاندې شي».

د کرکټ بورډ مشر دا خبرې داسې مهال کړي چې دوه ورځې وړاندې یې د کرکټ بورډ اجرائیه مشر لطف الله ستانکزی په دنده کې د فساد، ناسم ماموریت او د بورډ غړو سره په ناسم چلند له دندې ګوښه کړ.

که څه هم په ننۍ غونډه کې د کرکټ بورډ اجرائیه مشر د وړاندې کېدلو تمه کېده خو دا چاره د اوس لپاره ځنډیدلې ده، بل لوري ته د کرکټ ځینې مبصرین وایي چې نظیم جار د اجرائیه ریاست لپاره نوی نوماند ټاکل شوی دی.

د افغانستان کرکټ بورډ په تېره نږدې کې د یو شمېر ناخوالو سره مخ شو، چې د لوبډلمشرانو د بدلونونو سربېره یې د بورډ یو شمېر غړي هم د فساد په تور له دندو ګوښه او پرځای یې نور کسان ونومول شول.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close