روغتیا

د فشار ناروغانو لپاره د مصري پوهانو «۹» غوره خوراکي سپارښتنې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۸ زمری، ۱۳۹۹ل): د مصر روغتیا پوهانو د هغو ناروغانو لپاره چې د وینې فشار څخه کړیږي داسې خوراکي سپارښتنې وړاندې کړي چې ددې په مخنیوي کې مرسته کوي.

د فشار ناروغانو لپاره دغه سپارښتنې په لاندې ډول دي:

  • د علاج او درملنې وختونه په ټاکلي وخت ترسره کړئ او هیڅکله د ډاکټر له مشورې پرته درمل مه پریږدئ.
  • په درملو سره د وینې فشار سمېدل بشپړه درملنه نه ګڼل کیږي، مګر دا د درملنې پېل یوه نښه ده او باید په مسلسله توګه وکارول شي.
  • سالم ژوند د درملو درملنې موثریت زیاتوي او تاسې سره د لوړ فشار په کنترول ساتلو کې مرسته کوي.
  • د دسترخوان مالګه د سوډیم لپاره ستاسو په خوړو کې اساسي سرچینه ده، ددې لپاره په خوړو کې له پخلي وروسته د اضافي مالګې ګډولو څخه ځانونه وژغورئ.
  • د خوړو ښه پخلی، لږه مالګه او کم غوړي تاسې سره په فشار او وزن کنترولولو کې مرسته کوي.
  • د ورځې په اوږدو کې د یوه بالغ کس لپاره د ۵ ګرامو په اندازه د مالګې خوړو اجازه ورکول کیږي چې یوه کوچنۍ کاشوغه اندازه کیږي. په دې کې هغه مالګه هم شامله ده چې په پخلي کې کارول کیږي.
  • هغه خواړه چې زیاته مالګه لري لکه اچار او مالګین ماهیان (فسیخ او ساردین)، له خوړلو ډډه وکړئ.
  • د فروزن خواړو (چې یخ وهلي وي) لکه سبزیجات، غوښه، لوبیا، ماهي، کنډک شوي خواړه لکه لوبیا او داسې نور، د خوړلو ډډه وکړئ.
  • په پاکټ یا ډبي کې بند د کنډک شوي خواړو څخه هم ډډه وکړئ.

د مصر روغتیا او نفوس وزارت دغه مشورې او سپارښتنې د خپل فیسبوک رسمي حساب له لارې خپرې کړي چې د فشار ناروغانو د خوندیتوب ساتلو لپاره یې باید د فشار ناروغان په پام کې ونیسي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close