د سولې څارنظــر

امیرالمؤمنین؛ او د اوربند له سټیج نه یو سوله ایز اختری!

استاد محمد زمان مزمل

د جنګ پنځوس کلن تسلسل او بیا د نېمګرو اجنډاګانو او د تنظیمي ستوغو سپورو پالیسیو غوبل د افغانستان ملت پداسې یوه ترخه حادثه کې راښکیل کړ چې که په یو مخ یې د شعار داوطلبان د جهاد او د اشغال په عنوان جنګونه ،قربانۍ، ورانې ویجاړې او ګنډواله افغانستان توجیه کوي نو په بل اړخ کې یې زموږ ملت د کابل په هر سقوط او یا هم پریږده چې د شملو د ول په خولو یې ووایم په هره فتحه کې د اشغال د دوران په پرتله لس برابره ناهیلي او لس برابره پخپلو کې یو بل ته په ټوپک او وسله ودریدو.

افغانستان پدې جنګي کلتور کې دومره بې لوري دی چې ځینې یې د سیاسي سېکې پر یوه مخ په ویاړونو کې دا په وروستي ناورین ولاړ افغانستان هېروي او ځینې نور یې چې اکثریت ملت پکې ده د سیاسي سېکې په دا بل وحشي تصویر کې د یو اسیا جوړونکي ملت حوصله او راتلونکي دواړه د ماتېدو په حال کې ویني ،ولې د نېکه مرغه تېر اختر مو د امریکا او طالب د راغلي تړون په خوشحالۍ کې ولمانځ او دا اختر به ان شاءالله د امیرالمؤمنین د لوی اختر د نسبتاً متمدن پیغام چې د اوربند له سټیج یې خپل ملت ته د اختر مبارکي ورکړه، دا اختر به په همدې نوي ټوکیدلي هیله چې د تقسیم افغانستان طرفونه پکې خپل ټول ملت ته مبارکي وایې دا پکې هغه اختری ده چې هر کور ته یې له دسمال پرته خوشحالي ننویستله.

څنګه چې شیخ هبة الله اخندزاده صاحب د همدغسې مبارکۍ لپاره د خولې او ذهن د جوړولو په مهال کوم تأثر له ځان سره اخستی وي همداسې یې زموږ عزیز ملت په تېر اتلس کلن جنګ کې د بهرنیانو د تجاوز په حذف پخپلو کې هر ماښام او هرې کورنۍ هم د طالب په ځوانېمرګۍ او هم د هغه عسکر په نامراده ځوانېمرګۍ افسوس کړی چې دواړه پکې یوې قبلې ته او یوه خدای ته سجدې لکولې.

اوس چې د تړون له برکته د طالب د مشرانو او کشرانو بلکې د ټول عزیز ملت له اوږو او سر نه د اشغال دروند بار او پېغور په کوزیدو ده دا پکې اوله خوشحالي شوه چې اختر مو په اوربند کې راغی چې د طالبانو د مشرتابه مبارکي پکې د کور د هر مشر او کشر تر غوږ ورسیده.

که اختر په خیر تېر شو، امید ده چې د طالبانو مشر امیر او په ارګ کې د پاتې افغانستان مسؤلین ددغه ملت د راتلونکي او د سولې د مذاکراتو په اړه د چوکۍ د وجاهت د ملت دارۍ هغه قرباني ورکړي چې د توحید د پاسدار اسماعیل د قربانۍ له تأثر سره مناسبه ده.

د طالب له مشرانو نه ددغه شوي اوربند نه پورته قرباني او خپل ملت ته د سولې په اړه کې د تنازل او پیرزوینو غوڅ غوڅ قدمونه غواړو.

زه باور لرم د اسلام او اسلامي نظام په اړه که ددې هېواد اسلامي او مذهبي ډلې اسلام اول په ځان تطبیق کړي په ملت کې د هغه د تطبیق هیڅ ستونزه نشته بلکې همدا عزیز ملت دی چې د ترک، ایران او آن د مصر په سقوط بیاهم دلته د اسلام سره د سر جنګونکو لوبه یې په تکرار نامرادیو نامراده کړه.

طالب مشران او مشر مٌلا هبة الله اخندزاده صاحب پخپل هېواد کې داسې یو مؤمن ملت لري چې د هغوی په زړه او سوچ کې د اسلام خبره هغه د ارمان اولنۍ خبره ده له دې پورته اسلام پدې هېواد کې تدبیر ،د خلکو ملګري کولو او صف جوړولو ته ضرورت لري نه جګړو ته.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close