دیني، سیرت او تاریخ

قرباني د حضرت ابراهيم عليه السلام تاريخي يادګار

مفتي محمد معصوم افغاني

قرباني د جلیل القدر پیغمبر حضرت ابراهــیـم علی نبینا و علیه الصلوة و السلام یو تاریخي یادګار دی، چي د امت له پاره یو مهم درس هم دی.

د حضرت ابراهیم علیه السلام مبارک ژوند د امتحانونو او آزمایښتونو څخه عبارت دی، ګام پر ګام الله عز وجل د ده   امتحان اخیستی دی.

کله د الله له پاره د خپل قوم څخه جلا سوی
کله  د نمرود غوندي کافر سره د توحيد په اړه مباحثه کوي، او د خطرې سره سره بیا هم د یو جابر په وړاندي د حق کلمه وایي.

کله د دښمن له خوا په سره اور کي اچول کېږي، کله  خپل وطن پرېږدي،  د الله له پاره هجرت کوي، شام ته ځي، د الله تعالی له لوري د خلګو په مهمان نوازي  باندي امر کېژي او هر څه باندي ثابت قدم پاته کيږي او کله بیا د زوی په اړه د الله لوري ورته د ذبح کولوامر کېژي  او دی مبارک هرڅه ته  تیار،  بلکه د زوی پر غاړه چاړه تېروي  خو بیا د الله له لوري د چاړي خاصیت سلب کېږي.

دا ټوله هغه ازمایښتونه دي چي الله تعالی ابراهیم علیه السلام پکښي  راوستلی او دی  په واړو آزمایښتونو کي  کامیابه پاته سوی او قدم پر قدم باندي یی الهي فرامینو ته غاړه ایښی ده، او هره قرباني یی ورکړي ده،
د الله تعالی په هرڅه کي حکمت وي،  د دې آزمایښتونو په اړه الله فـرمایي:

إني جاعلك للناس إماما
“زه تا د امت امام ګرځوم،”

یعني په امتحانو کي د کامیابی نتیجه داسوه چي د امت امام جوړسو.

ټول انبیاء د ده په اولاده کي راغلل، حتی چي نبي آخرالزمان حضرت مـحـمـد صلی الله علیه و سلم هم د ده دزوی حضرت اسماعیل علیه السلام په نسل کې راغلی.

ابراهیمي سیرت کي دا درس پروت دی چي انسان به په ژوند کي و هري قربانی ته تیار وي، کوم وخت چي د الله حکم ورته متوجه سو،  هغه به عملي کوي، د دین د نفاذ له پاره،  د کفر د خاتمي له پاره،  د نړی مسلمانان د کفر د منګلو څخه د خلاصون په اړه  به هري قرباني ته آماده وي،  لکه څرنګه چي حضرت ابراهیم علیه السلام د الله د رضا په خاطر هري قربانی ته آماده و او په هره مرحله کي کامیابي په برخه سوه،  دغه شان هر مسلمان د اسلام مقدس دین د خپل ژوند معیار وګرځوي، ښه او بد به ټوله د شریعت له زاویي یی ګوري، د پردو تقلید به پرېژدي، معیار د حق او دباطل به فقط محمدي شریعت وي، نو هر کله چي بنده خپل ځان د الهي فرامینو تابع کړي، خپل ټول ژوند پر شرېعت برابر کړي نو دغه بنده هم د ابراهيم عليه السلام په تقلید او اتباع سره ځان کامیابه کړ او د همدې له پاره هر كال د قرباني ابراهیمي سنت عملې کېږي چي انسان د غفلت له ژوند راویښ سي ابراهیمي سيرت خپل معیار وګرځوي.

قادر متعال ذات جل شانه دي هر مسلمان ته پر ابراهیمي اسوه د عملي کولو توفیق ور په برخه کړي، څو ژر تر ژره هیواد د کفارو څخه خلاصون ومومي او ټول مسلمانان د امن او شرعي نظام په رڼا کي ژوند ترسره کړي

و ماذلك على الله بعزيز

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close