دیني، سیرت او تاریخ

استغفار پر ځان لازم کړئ!

استغفار پر ځان لازم کړئ!

نصير تکل
الله تعالى پخپل کتاب قرانکريم کې فرمايلي دي: ( وَاسْتَغْفِرِ اللَّهَ ۖ إِنَّ اللَّهَ كَانَ غَفُورًا رَّحِيمًا) ژباړه: د الله څخه بښنه غواړه، هغه ستر بښونكى او رحم کوونکی دى.

لدې آيت کريمه څخه په واضح ډول څرګنديږي چې مؤمن به له خپل رب څخه بښنه غواړي او استغفار به وايي.

لدې څخه علاوه له نورو آيتونو او د رسول الله صلى الله عليه وسلم له احاديثو هم معلوميږي چې مؤمن به له خپل خالق څخه بښنه غواړي.
زه غواړم تاسې ته درسول الله صلى الله عليه وسلم دوه حديثونه بيان کړم.

۱- له حضرت ابوهريره رضي الله عنه نه روايت دى، چې رسول الله صلى الله عليه وسلم و فرمايل: زما دې په هغه ذات قسم وي، چې زما روح د هغه په لاس کې دى! زه د ورځې له اويا ځلو نه زيات له الله تعالى نه بښنه غواړم او توبه وباسم.(بخاري)

۲- له اغر بن يسار رضي الله عنه روايت دى، چې رسول الله فرمايي: اې خلکو! له الله تعالى نه بښنه وغواړئ او توبه وباسئ، ځکه زه د ورځې سل ځله توبه وباسم. (مسلم)

دا په داسې حال کې ده چې رسول الله صلى الله ډير لوړ شان لري، هغه سيد الانبياء او خيرالبشر دى، له ګناه څخه معصوم (پاک) دى، مخکيني او ورستني ټول ګناهونه ورته بښل شويدي او هغه څوک دى، چې تر ټولو لومړى به د جنت دروازه پرانيزي.

نو اوس پوښتنه داده چې رسول الله صلى الله عليه وسلم نو بيا استغفار او توبې ايستلو ته څه اړتيا درلوده؟

ځواب يې دا دى چې درسول الله صلى الله عليه وسلم استغفار او توبه د ګناه له امله نه، بلکې د الله تعالى د لويۍ او شکر اداء کولو لپاره وه، او بل دا چې د خپل امت لپاره عملي درس ؤ، تر څو دده لاره خپله کړي او هميشه د خپل رب څخه بښنه وغواړي.

نو په مسلمان لازمه ده چې هميشه به له خپل رب څخه بښنه غواړي او استغفار به وايې، تر څو دالله تعالى امر او د نبي صلى الله عليه وسلم سنت پر ځاى شي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close