نظــر

اوربند څه په ډاګه کوي؟

منصور مبارز

د طالبانو مشر د لوی اختر په مناسبت خپلو مجاهدینو ته لارښوونه کړي چې د اختر په دریو ورځو کې د کابل د حکومت په عسکرو د هر ډول عملیاتو څخه ډډه وکړي ترڅو عام ولس د اختر ورځې په آرامه فضا کي تیري کړی، خو د مقابل طرف د برید پر وخت یې د سخت ځواب لارښوونه کړي.

د طالبانو لخوا د اوربند اعلانول دا په ډاګه کوي چی طالبان یوه واحده رهبرې لري، متعهد ټیم لري، د دفتر او سنګر یې یوه خبره ده درځ او اختلاف پکی ځای نلرې. تل یې د افغان مظلوم ولس خوشحالیو ته پام کړي او هر وخت یې دا ثابته کړي چی تل د ولس سره پاتې شوي.

همدارنګه طالبانو د هغو خلکو پر مخ درنه څپړه وار کړي کوم چی د غرب څخه دلته راغلي او په ميډیاوو کی د طالبانو ضد اوتې بوتې وهي او کوشش کوي چی طالبان سره تیت او پرک وښيې.

طالبانو یو ځل بیا ثابته کړه چی د افغانستان د جګړې سوله یز حل ته ژمن دی، بین الافغاني خبرو ته پوره چمتوالې لري، د افغان مظلوم ولس ستر ارمان ته چی د اشغال پاي او د یوه خپلواک او اسلامي نظام راوستل دي شپه او ورځ په سنګر او دفتر کي کار کوي او په دي لاره کي یې خپل مسوُلیت ادا کړي د دوحي تړون ته ژمن پاتي شوي، خو متاسفانه چي د کابل حکومت د واک او چوکیو په ویش کی مصروفه دي او تل یې د سولي پر وړاندي خنډونه جوړ کړي د بندیانو د تبادلې پروسه یې وخت په وخت ځنډولې او بهانې یې پکی جوړي تر څو دوی نا مشروع واک دوام پیدا کړي. پکار دا وه چی دا پروسه څلور میاشتي مخکی تکمیل شوي واي او اوس به په بین الافغاني خبرو کي د پام وړ پرمختګ شوی وای.

اوس د کابل حکومت ته پکار ده چی د سولې پر وړاندي د خنډونو جوړولو، بهانو کولو څخه لاس واخلي او د افغان ولس دا ستر ارمان په مخ کی خنډ نشی، د دوحی د تړون مطابق د نورو بندیانو د خوشي کولو پروسه پیل کړي تر څو د اعتماد فضا جوړه شي یوه اوږد مهاله اوربند ته لاره هواره شي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close